واشنګټن – د روس ولسمشر ویلادیمیر پوتین د شورو یا چهارشنبې په ورځ ژمنه وکړه چې اوکرایني ځواکونه به په شا وتمبوي تر څو د روس په خاوره باندې د بریدونو ګواښونه کم کړي.
پوتین دغه څرګندونې له هغو فعالانو سره په لیدنه کې کړي چې په مارچ کې د ولسمشرۍ له ټاکنو څخه دمخه د هغه کمپاین چلوي او ډاډ یې څرګند کړی چې دغه ټاکنې به ګټي.
کله چې له پوتین څخه په اوکراین کې د پوځي کمپاین په اړه پوښتنه وشوه نو هغه وویل، د جګړې کرښه باید په شا وتمبول شي، "زمونږ له خاورې څخه یو داسې واټن ته چې د لویدیځ لخوا ورکړل شویو د اوږده واټن توغندیو په وړاندې چې اوکرایني چارواکي یې په سولیزو ښارونو توغوي خوندي شي."
هغه زیاته کړه، د روس پوځ همدا کوي چې "دوښمن د ګڼې ګڼو له مهمو مرکزونو څخه په شا وتمبوي."
پوتین زیاته کړه، "دا زمونږ د هلکانو لپاره چې جګړه کوي او خپل ژوند په خطر کې غورځوي اصلي انګېزه ده چې مورنۍ خاوره وژغوري، زمونږ خلک وژغوري."
اوکراین په دې وروستیو کې د روس دننه بریدونه کړي. په دغو بریدونو کې یو هم د ډیسمبر په ۳۰ نېټه په سرحدي ښار بېلګراډ کې وو چې ۲۵ کسان پکې ووژل شول او تر سلو زیات نور پکې ژوبل شول.
پوتین همدارنګه وویل، روسي پلټونکو دا موندلې چې اوکراین د امریکا لخوا د ورکړل شوي هوايي دفاع لپاره د پټریاټ سیستمونو د جنورۍ په ۲۴ نېټه د روس د پوځ یو ټرانسپورټي الوتکه په بیلګراډ کې غورځولې ده.
روسي چارواکو ویلي، په دغه پېښه کې ټول سپاره ۷۴ کسان وژل شوي چې ۶۵ پکې اوکرایني بندیان وو چې د تبادلې لپاره روان کړای شوي وو.
اوکرایني چارواکو د الوتکې د غورځولو خبره نه ده رد کړې خو مسولیت یې هم نه دی اخېستی او په دې اړه یې د نړیوالو پلټنو غوښتنه کړې.
پوتین ویلي، چې روس نه یواځې دا چې د دغو پلټنو هرکلی به وکړي بلکه په دې به په نړیوالې پلټنې باندې ټینګار وکړي چې د هغه په وینا د اوکراین لخوا ترسره شوی "جرم" بلل شوی.
۷۱ کلن پوتین چې د یو خپلواک کاندید په توګه ولاړ دی د روس په سیاسي سیستم باندې د کلک کنټرول پلوی دی کوم چې ده د تېر ۲۴ کلن واک پر وخت جوړ کړی.
په پوتین باندې وتلي او مخکښ انتقاد کونکي چې پوتین ښايي چلنج کړای شي یا په زندان کې دي او یا هم له روس څخه بهر دی. دغه دول اکثره خپلواکه رسنۍ بنده ده نو ځکه د مارچ د ۱۵-۱۷ نېټې په ټاکنو کې د هغه بریا باوري ده.
Forum