د پاکستان پوځي مشرتابه د کور کمانډرانو په کانفرنس کې ویلي دي چې د سیاسي فعالیتونو په نوم به هیچاته د تاوتریخوالي رامنځته کولو اؤ بې پلوه اؤ رڼو ټاکنو د جمهوري عمل د ګډوډولو اجازه ور نه کړل شي.
خو د پاکستان د بشري حقونو کمیشن بیا پاکستان کې د انتخاباتو په موقعه د تشدد په سیوا شوؤ پېښو ژوره اندېښنه ښکاره کړې ده اؤ وایي څومره چې انتخاباتو ته ورځې رالنډیږي دومره ورسره د تاو تریخوالي پېښې زیاتیږي.
د پاکستان د پوځي کمانډرانو 262م کانفرس د چهارشنبې په ورځ د پوځ د مشر جنرال عاصم منیر په مشرۍ ترسره شوی چې پکې د ملک په کورنیو حالاتو اؤ د هیواد نه د باندې په مهمو نړیوالو اؤ اړونده چارو غور اؤ بحثونه شوي دي.
د پوځ ویاندې ادارې آی ایس پي ار پخپل بیان کې ویلي چې په دغه کانفرنس کې د کال 2024م د انتخاباتو په سوله ییزه فضا کې د ترسره کولو لپاره د پوځ په ګمارلو هم خبرې شوې دي اؤ هوډ څرګند شوی دی چې پوځ به د الیکشن کمیشن د مشر د لارښوونې سره سم د ایین له مخې ورسپارل شوې خپلې ذمه وارۍ ترسره کوي.
بیان وایي د کور کمانډرانو په کانفرنس کې پرېکړه شوې ده چې ریاست به د پاکستان د بې ثباته کولو لپاره د دښمنو قوتونو په اشاره د کار کوونکو ترهګرو اؤ د هغوي د سهولت کارانو مخه پخپل ټول طاقت سره نیسي.
کانفرنس ته خپله وینا کې د پوځ سرلښکر جنرال عاصم منیر ویلي دي چې د پاکستان خپلواکي اؤ د سیمې سلامتي مقدسه اؤ نه ماتېدونکې ده.
هغه ویلي دي چې پاکستان د ټولو ریاستونو سره په پرامنه چلند باوري دی خو د هیواد په خپلواکۍ، قامي غیرت اؤ د پاکستاني ولس په هیلو به کله هم ساز باز ونه کړي.
د کور کمانډرانو دا کانفرنس وروسته له هغې راجوړ کړل شوی ؤ چې پاکستان کې عامو ټاکنو ته یوازې یوه اوونۍ وخت پاتې دی خو د ټاکنو رانزدې کېدو سره سم پاکستان کې د تشدد پېښې سیوا شوي اؤ ګڼ شمیر امیدوارانو باندې بریدونه شوي دي.
د چهارشنبې په ورځ چې د کور کمانډرانو غونډه کېده نو هم په باجوړ کې د قامي اسمبلۍ یو امیدوار ریحان زیب د نامعلومه وسله والو په برید کې وژل شوی ؤ اؤ هم د بلوچستان په قلعه عبدالله سیمه کې د عوامي نیشنل ګوند یو فعال وژل شوی ؤ.
همدا شان د بلوچستان د سرښار کوټې په سریاب روډ ګایي خان چوک کې د پیپلز ګوند د غړي او امیدوارعلی مدد جتک پر دفتر د لاسي بم برید شوی ؤ چې پکې 5تنه ټپیان وؤ.
د پاکستان د بشري حقونو کمیشن د انتخاباتو نه وړاندې د ناامنۍ په رامنځته شوي وضعیت ژوره اندېښنه ښکاره کړې ده اؤ ویلي یې دي څنګه چې د انتخاباتو ورځې رالنډیږي نو پاکستان کې ورسره د تشدد په پېښو کې اضافه کیږي.
ایچ ار سي پي باجوړ کې د قامي اسمبلۍ د امیدوار ریحان زیب وژنه غندلې ده اؤ ویلي یې دي چې نګران حکومت اؤ الیکشن کمیشن دواړو ته د وضعیت نوټس اخستل پکار دي.
ایچ ار سي پي ویلي چې یوازې د جنورۍ په میاشت کې په سبي کې پي ټي آي،کوټه کې پیپلز پارټي اؤ شمالي وزیرستان کې ملي جمهوري غورځنګ ګوند په نخښه کړل شوي دي اؤ نګران حکومت ته به دې پېښو کې ککړ کسان معلومول اؤ د انصاف محکمې ته راکش کول وي.
Forum