لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

بولان: چارواکي وایي د پاکونې عملیاتو کې 21 ترهګر وژل شوي اؤ درې ژوندي نیول شوي دي


د بلوچستان د بولان سیمې په مچ تحصیل کې د ترهګرو پرضد د پاکونې عملیاتو کې د 21 ترهګرو د وژلو دعوه شوې ده اؤ امنیتي سرچینې وایي چې درې ترهګر ژوندي هم نیول شوي دي.

د دوشنبې- ګل په ماسخوتن شاوخوا نهه بجې د ضلعه کچي په بولان دره کې د ډله یيزو وسله والو بريدونو خبر ورکول شوی وو.

ددغو بريدونو زمه واري بلوڅ بېلتون غوښتونکې ناقانونه ګرځول شوې ډلې بي ايل اې پغاړه اخستې وه اؤ دعوه یې کړې وه چې په دې بريد کې د دوی فدايي ډله هم برخه لري.

د بریدونو په مهال وسله والې ډلې بي ایل اي د مچ په بیلابیلو سیمو راکټونه داغلي وؤ چې د امنیتي چارواکو په وینا عامو خلکو ته پکې هم مرګ ژوبله اوښتې ده.

تېره ورځ پاکستاني رسنیو د امنیتي سرچینو له خولې ویلي وؤ چې د مچ په عملیاتو کې د دریوؤ ځانمرګو په ګډون نهه ترهګر وژل شوي دي خو د چهارشنبې په ورځ بیا امنیتي سرچینو عملیاتو کې د نورو 12 ترهګرو د وژلو دعوه هم کړې ده اؤ ویلي یې دي چې سیمه کې د وژل شوؤ ترهګرو شمیره 21 تنو ته رسېدلې ده.

د دې ترڅنګ ترهګرو سره نښته کې د څلورو عسکرو، یو پولیس ایس ایچ او 13 عامو وګړو د وژل کېدو رپورټونه مخې ته راغلي دي.

د چارواکو په وينا په سيمه کې د وسله والو بريدګرو پر ضد د پوځ او نورو امنيتي ادارو له لوري ځمکني او هوايي عمليات هم روان دي.

د کوټې سېول روغتون ویاند وسیم بېګ تېره ورځ وي او ای ډیوه ته ویلي وؤ چې دغه روغتون ته 17 ټپپان ور وړل شوي چې د څلورو حالت پکې مرګونی دی.

د وسله والو د بریدونو اؤ د امنیتي ځواکونو د ځوابي کارروایو له امله د کوټې په ټولو روغتونونو کې بېړني حالت پرځای دی.

د کوټې ځايي خبريال زين الدين په وينا،" د بريد له کبله د مچ او شاوخوا سيمو تر شل زره زياته ابادي له تيرو دوو ورځو محصوره شوې ده، خلک په ويره کې دي او تر خپلور کورونو پورې محدوده شوي دي"

د سیمې نه رارسیدلي‌ اطلاعات وایي، د وسله والو بريدونو او عملياتو له کبله له سيمې تېريدونکې لويه لاره باندې ټريفک معطله دی. د اورګاډي پاټلۍ هم په بم اغېزمنه شوې، د کوټې کراچۍ، کوټې راولپينډۍ او سبي هرنايي تر مينځ چلېدونکي اورګاډي هم پر خپلو خپلو سټيشنونو درول شوي دي.

د بريد مرکزي سيمه مچ ښار له کوټې څخه شاوخوا 65 کیلو ميټره لرې د بولان درې پر غاړه پرته ده. ياده ضلعه کچي د بولان په نامه هم پېژندل کيږي، دا له مستونګ، قلات، سبي، هرنايي سره ضلعي سرحدي سيمې لري. دا سيمه د بلوچستان له نا امنه سيمو څخه ګڼل کيږي.

د وسله والو ډلو پر فعاليت او بلوچستان نظر لرونکي خبريال زين الدين احمد په وينا، " د دې ضلعې په غرنيزو سيمو کې د بلوچ وسلوالو تنظيمنو تر څنګ د بېلابيلو مذهبي تندروه ډلو فعاليت هم پاته شوی دی".

بولان دره

بلوڅ وسله والې ډلې بي ايل اې ياد بريد ته "اپريشن دره بولان" نوم ورکړی. دره بولان شاوخوا 70 کیلو ميټره اوږدوالی لري. په دې دره کې بهېدونکو اوبو ته د بولان سنيد ويل کيږي.

دره بولان د ضلعه کچي له کولپور سيمې څخه شروع کيږي او د کچي ضلعې تر مرکزي ښار ډهادر پورې غځېدلې ده. ياده دره په تاريخي توګه د تجارتي قافلو، ځايي او پوځي لښکرو د بريدنو او تګ راتګ لاره اوسېدلې ده.

له دې درې څخه تېرېدونکې لويه لاره اين 65 يا کوټه سبي سکهر سړک بلوچستان صوبه له سيند او پنجاب صوبې سره د سړک او هم د اورګاډي يا ريل ګاډي له لارې نښلوي.

Forum

هېلو وي او اې په ټي وي

هېلو وي او ای
please wait

No media source currently available

0:00 0:59:57 0:00

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه: په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:59 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG