د پاکستان نګران حکومت هیواد کې د عامو انتخاباتو نه وړاندې د تېلو بیعې لوړې کړي اؤ د یو لیټر پټرولو په نرخ کې یې 13 روپۍ اؤ 55 پیسې زیاتوالی اعلان کړی دی.
د چهارشنبې په شپه د خزانې وزارت د تېلو بیعو کې د اضافې اعلامیه خپره کړې ده چې له مخې یې د پټرولو د یو لیټر نرخ 272 روپۍ اؤ 89 پیسې ټاکل شوی دی.
همدا شان د هاي اسپیډ ډیزلو په نرخ کې دوه روپۍ اؤ 75 پیسې اضافه اعلان کړل شوې ده اؤ نرخ یې 278 روپو اؤ 96 پیسو ته لوړ کړل شوی دی.
حکومت د خاورو د تیلو اؤ لایټ ډیزلو خپل زاړه نرخونه پځای ساتلي دي
د خزانې وزارت ویلي دا نوي نرخونه به د راتلونکو پینځلسو ورځو لپاره وي .
تر دې وړاندې په 15مه جنورۍ د پاکستان حکومت د پنځلسو ورځو لپاره د پټرولو نرخ کې د یو لیټر په سر د اتوؤ روپو د کمي اعلان کړی ؤ اؤ د یو لیټر پټرولو بیعه یې 259 روپۍ اؤ 34 پیسې ټاکلې وه.
د خیبر پښتونخوا د پټرولیم ایسوسي ایشن مشر ګل نواز اپریدي ډیوه ته ویلي یو کال وړاندې د پټرولو بیې د 100 روپۍ لیټر نه کمې وې خو بیا په نزدې وختونو کې ددې بیې 330 روپۍ ته وختلې اؤ د پټرولو بیو کې چې د کله نه دغه اضافه شوې وه له هغې راپدیخوا اوس پاکستان کې د پټرولیم مصنوعاتو خرڅېدل 70 فیصده کم شوي دي.
د تېرې میاشتې په پېل کې د پاکستان د شماریاتو ادارې پخپل رپورټ کې ویلي وؤ د روان مالي کال په شپږو میاشتو کې د پټرولیم مصنوعاتو خرڅېدل پنځلس فیصده 15 فیصدي کم شوي او د تیر کال هم په دې موده کې دا اندازه له نهه میلينه ټنه نه 7,6 ملينه ټنه ته راکوز شوې وه.
اقتصاد پوهان وایي له کله نه چې په ملک کې د پټرولیم مصنوعاتو بیعې زیاتې شوې دي خلکو یې استعمال کم کړی او د شخصي ګاډو په ځای په کاروباري ګاډو کې سفر کوي.
پوهان وایي په مجموعي توګه په پاکستان کې غربت زیات شوی او د خلکو قوت خرید کم شوی دی چې له وجې یې د توانايي په استعمال کې هم کمی راغلی دی.
Forum