د خېبرپښتونخوا په ټانک سيمه کې د وسله والو او امنيتي ځواکونو ترمنځ نښته کې په يو کور د ماټر ګولې غورځېدو په پېښه کې يو تن وژل شوی او دوه نور ژوبل شوي دي. د بلوچستان صوبې په مرکز کوټه کې يوه چاودنه کې يو تن وژل شوی او جعفر اباد سيمه کې د لاسي بم په بريد کې درې نور کسان ژوبل شوي دي.
د خېبرپښتونخوا د ټانک ضلعې په عمر اډه سیمه کې د وسله والو او امنیتي ځواکونو تر منځ جګړه کې په یو کور ماټر ګوله غورځېدلې چې پکې یو تن مړ او دوه تنه ژوبل شوي دي په ژوبل کسانو کې یو زنانه او یو ماشوم شامل دي.
د ټانک پوليسو پېښه تاييد کړې او وايي د شپې پر مهال عمر اډه سیمه کې وسله والو د امنیتي عسکرو په یو عارضي کېمپ برید کړی او تر هغه وروسته د ډزو تبادله شوې ده.
ځايي خلکو د وژل شوي تن مړی نن ټانک ښار ته رواړی او د مړي سره یې احتجاج پېل کړی دی. د بېټني جرګې یو مشر ملک رفعت الله وویل ناامنۍ تر ټولو زیاته د بېټنیو سیمه ځپلې ده.
ملک رفعت الله وي او اې ډيوه سره په خبرو کې وویل په دې تیره لنډه موده کې پولیس وژل شوي، پولیو په ټیمونو بریدونه کیږي، مشران وژل کیږي دا ټول بېټني وي. وایي دې ناامنۍ ځایي خلک سخت اغیزمن کړي او په علاقه کې کاروبارونه او ژوند په ټپه ودرېدلی دی.
هغه وویل تر څو چې د دوی دا د مستقل امن غوښتنه نه وي منل شوې دا احتجاج به روان وي، خو چارواکو ويلي د احتجاج کوونکو سره انتظاميې مذاکرات پېل کړي دي.
پرون د خېبرپښتونخوا قبايلي ضلعې باجوړ کې په يو وسله وال بريد کې د پاکستان تحریک انصاف ګوند سره تعلق لرونکی د قامي اسمبلۍ ازاد امېدوار رېحان زېب په وسله والو بريد کې وژل شوی او درې کسان ژوبل شوي وو.
د رپورټونو ترمخه داعش د دغه بريد ذمه واري منلې وه.
هلته په کوټه کې نن د زيارت- پنجشنبې په ورځ په سي پېک روډ يوه چاودنه شوې، اېس اېس پي اپرېشن طارق جواد د پېښې ځای ته ورغلی، او چاودنه کې یې د يو تن د وژل کېدو تاييد کړی دی.
هغه ویلي، په چاودنه کې د اتو نه لس کلوګرامه پورې باردوي مواده کارول شوي، د وژل شوي تن پېژندګلو کولی شي خو ښکاري دا لاروی تن دی.
هغه دا هم ويلي، د پېښې په ځای کوم انتخابي پروګرام نه وو، او د امنیت دپاره کلک ګامونه پورته کړی شوي دي.
په سمدستي توګه د بريد ذمه واري چا نه ده منلې.
د رپورټونو ترمخه د بلوچستان صوبې په جعفراباد ښار کې د لاسي بم په بريد کې درې تنه ژوبل شوي دي. ځايي پوليس چارواکو ويلي، نامعلومه کسانو په غټ سړک دپاسه لاسي بم ويشتی او تښتېدلي دي.
د پاکستان مسلم ليګ ن ګوند مشر شهباز شریف ویلي، د جعفر اباد په ډېره اله يار کې یې د ګوند د دفتر سره نزدې د لاسي بم حمله شوې، غندنه یې کوي. هغه د نګران حکومت نه د امنيت يقيني کولو غوښتنه کړې ده.
پرون د بلوچستان صوبې په چمن سیمه کې په يو وسله والو برید کې د عوامي نيشنل ګوند يو غړی هم وژل شوی وو.
د بلوچستان په مچ بولان سیمه کې وسله وال برید او پوځي عمليات پرون په دويمه ورځ هم روان وو، چارواکو په دغه برید او نښته کې د نهه بريدګرو، څلورو عسکرو او 13 ولسي وګړي وژلو ويلي وو.
پاکستان کې په ځانګړي ډول خېبرپښتونخوا او بلوچستان صوبو کې د ناامنۍ پېښې په داسې وخت کې سېوا شوي چې پاکستان کې په اتمه فرورۍ عام انتخابات اعلان شوي دي.
د پاکستان الېکشن کمېشن خېبرپښتونخوا او بلوچستان صوبو کې د ناامنۍ په پرونيو پېښو نوټس اخستی او د رپورټونو ترمخه یې نن د امنیت په اړه غونډه هم رابللې ده.
پرون د پاکستان پوځي مشرتابه د کور کمانډرانو په کانفرنس کې ویلي وو، د سیاسي فعالیتونو په نوم به هیچاته د تاوتریخوالي رامنځته کولو او بې پلوه او رڼو ټاکنو د جمهوري عمل د ګډوډولو اجازه ور نه کړل شي.
د پاکستان د بشري حقونو کمېشن په يو بيان کې د انتخاباتو په موقعه د تشدد په سیوا شوو پېښو ژوره اندېښنه ښکاره کړې ده او ويلي یې دي څومره چې انتخاباتو ته ورځې رالنډیږي دومره ورسره د تاو تریخوالي پېښې زیاتیږي.
پوځ ويلي، پوځ به د الېکشن کمېشن د مشر د لارښوونې سره سم د ایین له مخې ورسپارل شوې خپلې ذمه وارۍ ترسره کوي.
د پوځ ترمخه د کور کمانډرانو په کانفرنس کې پرېکړه شوې ده چې ریاست به د پاکستان د بې ثباته کولو لپاره د دښمنو قوتونو په اشاره د کار کوونکو ترهګرو او د هغوي د سهولت کارانو مخه پخپل ټول طاقت سره نیسي.
Forum