لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

پاکستان: احمدي لږکیو د ممکنه "امتيازي سلوک" له کبله د انتخاباتو څخه د لاتعلقۍ اعلان کړی


په پاکستان کې احمدي مذهبي لږکۍ (جماعت احمديه) ويلي، "په مذهبي بنيادونو د امتيازي سلوک له امله د 2024م د عامو انتخاباتو نه د لاتعلقۍ اعلان کوي".

احمدي ډلې په يوه خبر پاڼه کې ويلي، "د عقيدې د اختلافاتو په سر يواځې د احمديانو دپاره ځانله ووټر لسټ ښکاره امتیازي سلوک دی".

د پاکستان د الېکشن کمېشن او حکومت د احمدي ډلې بيان ته سمدستي غبرګون نه دی ویلی.

احمدي ډلې ويلي، "دا وخت پاکستان کې يو ووټر لسټ دی چې پکې د مسلمان، هندو، مسيحی، سيک، پارسي او نورو مذهبونو سره تعلق لرونکي پاکستاني شامل دي يواځې د احمديانو دپاره ځانله ووټر لسټ جوړ کړل شوی او دپاسه پرې قادياني سړي/ ښځې ليکل شوي دي".

احمدي ډلې تور لګولی، "د ځانله ووټر لسټ جوړول د احمدي پاکستاني وګړو د انتخاباتو څخه لرې ساتلو او ووټ د حق څخه محرومولو يوه ارادي هڅه ده، او دغه کار یې د پاکستان د ايين او مخلوط طرز انتخاب د روح سرغړونه ګرځولې ده".

احمدي ډلې دغه خبره په داسې وخت کې کړې چې پاکستان کې په اتمه فرورۍ عام انتخابات اعلان شوي او د انتخاباتو دپاره سياسي انتخابي هلې ځلې ګړندۍ کړل شوي دي.

پاکستان کې مذهبي احمدي لږکۍ په داسې وخت کې د انتخاباتو څخه د لاتعلقۍ اعلان کړی چې په واشنګټن کې دوه ورځنۍ نړیواله مذهبي غونډه شوې، په غونډه کې پاکستان او هند په ګډون اسيا کې د مذهب د سپکاوي او تشدد په موضوعاتو خبرې شوي دي.

د وي او اې اردو څانګې د خبر ترمخه، په بحث کې پاکستان کې د احمدي او مسيحي ټولنې د هدفي وژنو، په ګڼه د تشدد پېښو، په زوره د مذهب بدلولو، لږکيو په عبادت ځايونو او هديرو ته د تاوان اړولو د پېښو يادګېرنه شوې او د احمدي ډلې سره تعلق لرونکو پاکستان کې د دوی سره کېدونکو پېښو باندې د افسوس څرګندونه کړې ده.

د احمدي ټولنې سره تعلق لرونکي ځان ته مسلمانان وايي خو د پاکستان په ايين کې دوی غېر مسلمانان ګرځول شوي دي.

احمدي ټولنه وخت په وخت دعوې کوي، پاکستان کې د دوی سره امتيازي سلوک کيږي او حکومت ورته په بنيادي حقونو ورکولو کې پاتې راغلی دی.

خو د پاکستان حکومت تل دعوه کوي احمديانو ته پاکستان کې پوره مذهبي ازادي ترلاسه ده او دوی ته د پاکستان د ايين لاندې په خپله مذهبي عقيده د عمل کولو اجازت دی.

Forum

هېلو وي او اې په ټي وي

هېلو وي او اې په ټي وي
please wait

No media source currently available

0:00 0:59:57 0:00

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:59 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG