د پاکستان پوځ دعوه کړې چې د خېبرپښتونخوا په ډېره اسماعيل خان ضلع کې یې دوه "ترهګر" وژلي دي.
د پاکستان پوځ پرون د زيارت/ پنجشنبې په ورځ ناوخته ويلي، امنیتي ځواکونو ته په ډېره اسماعيل خان کې د ترهګرو د موجودګۍ خبر وو او د استخباراتو په اساس یې بيا عملیات کړي دي.
پوځ ويلي، د عملياتو په وخت نښته شوې، او "مهم ترهګر مشر اشرف شېخ او ترهګر برهان الله" وژل شوي دی.
د وژل شوو کسانو په اړه نور څه نه دي ويل شوي.
د پوځ او وسله والو ترمنځ د جګړو ځايونو ته اکثره خبريالان نه پرېښودل کيږي د پېښو د ځايونو نه د مرګ ژوبلې په اړه د پوځ یا د وسله والو ډلو دعوې اکثره خپلواکه سرچينې تاييد کولی نه شي.
پوځ په خپله وېب پاڼه خپور کړي بيان کې ويلي، ډېره اسماعيل خان کې وژل شوي ترهګر د بې ګناه خلکو په وژنه او ترهګرۍ په څو پېښو کې ککړ وو، او د ولقې نه یې وسله ترلاسه کړی شوې ده.
د پاکستان پوځ ويلي، په علاقه کې د کوم بل ترهګر ختمولو دپاره د پاکۍ عمليات روان دي.
د پاکستان پوځ وخت په وخت د ملک په بېلابيلو برخو، په ځانګړي ډول خېبرپښتونخوا، قبايلي ضلعو او بلوچستان صوبه کې د ترهګرو د وژلو دعوې کوي.
خو ورسره په پوځ او نورو امنیتي ادارو هم حملې کيږي او مرګ ژوبلې ورته اوړي.
پاکستان کې په وروستيو کې د ناامنۍ پېښې په داسې وخت کې سېوا شوي چې په ملک کې عامو انتخاباتو ته په شمار ورځې پاتې دي.
پاکستان کې په اتمه فرورۍ عام انتخابات اعلان شوي، خو د انتخاباتو نزدې کېدو سره د ناامنۍ پېښې هم سېوا کيږي.
Forum