لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

د امریکا استازو اېوان کې راروانه اوونۍ اسرایل سره د 17.6 ارب ډالرو پوځي‌ مرستې باندې رایه اچول کېږي


د امریکې د کانګرس د استازو په اېوان کې د حماس خلاف د جګړې لپاره له اسرایل سره د 17.6 ارب ډالرو نوې پوځي مرستې قانوني مسودې وړاندې کولو اعلان شوی دی، خو په دې کې له اوکراین سره د مرستې ذکر نه شته.

سپیکر مایک جانسن د شنبې- خالي په ورځ د اېوان غړو ته په یوه لیک کې وویل چې له اسرایل سره د مرستې دغه قانوني مسوده به په راتلونکې اوونۍ کې د اېوان د ټولو غړو په موجودګۍ کې رایو ته وړاندې شي.

مایک جانسن د سېنټ پر هغه اقدام نیوکه وکړه چې د تېر کال په دسمبر کې یې له اسرایل او اوکراین سره د پوځي مرستې د قانوني مسودې منظوري یې نه وه ورکړې. ښاغلي جانسن په خط کې لیکلي:

"راتلونکې اوونۍ به موږ له اسرایل سره د اضافي مرستو صفا او نوی پېکیج وړاندې او منظور کړو".

د ریپبلکن غړو اکثریت لرونکي اېوان تر دې وړاندې له اسرایل سره د 14.3 ارب ډالرو نوې پوځي مرستې منظوري په دې شرط ورکړې وه، چې دغه پیسې به د امریکې د ټیکسونو ادارې ته بیرته ور ادا کېږي.

د ډیموکرېټانو په اکثریت سېنټ کې هغه قانوني مسوده نه وه منظوره شوې او تمه کیږي یوه بله داسې مسوده ورته وړاندې شي چې له اسرایل سره سره د روس خلاف په جګړه کې د اوکراین لپاره هم نوره پوځي مرسته شامله وي.

تمه کیږي چې سېنټ ته په هغه وړاندې کېدونکې قانوني مسوده کې به له مېکسیکو سره د امریکې پر جنوبي پوله د امنیت د ټینګښت لپاره هم وړاندیزونه شامل وي.

د سېنټ د اکثریت مشر چک شومر د دې لپاره ګامونه اخیستي چې راتلونکې اوونۍ د دې څواړخیزې مسودې په اړه په اېوان کې بحث پیل شي او ورباندې تر چارشنبې- شورو مخکې رایې واچول شي.

د استازو اېوان ځانګړې کمېټۍ په وینا په دې 17.6 ارب ډالرو کې به د اسرایل د میزایلو د دفاعي سیسټمونو د بیا تازه کولو، د اضافي جدیدو وسلو د سیسټمونو اخیستلو، توپخانې او نور پوځي وسایلو لپاره فنډونه شامل وي.

کمېټۍ وایي امریکې چې اسرایل ته د حماس ډلې د اکتوبر د اوومې له برید وروسته کومې وسلې ورکړې دي، په دې تازه پوځي مرسته کې به د هغو وسلو د بیا ډکولو لپاره هم فنډ شامل وي.

د اېوان سپیکر ښاغلي جانسن خپلو همکارانو ته په خپل خط کې ویلي، "په سیمه کې زموږ د نیژدې متحد او زموږ د خپلو ځواکونو ملاتړ ته اړتیا هیڅ وخت دومره نه وه [لکه اوس] ".

اسرایل یا اوکراین ته به نوې پوځي مرسته هغه لېږل کېږي چې د استازو اېوان او سېنټ یې مسوده منظوره کړي او ډیموکرېټ ولسمشر جوبایډن ته د لاسلیک کولو لپاره ولېږل شي.

Forum

ځانګړې ویډیوګانې

هېلو وي او اې په ټي وي

هېلو وي او ای په ټي وي
please wait

No media source currently available

0:00 0:59:58 0:00

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه: په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:59 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG