لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

امریکا وایي پاکستان کې د انتخاباتو عمل له نزدې څخه څاري


امریکې ویلي چې پاکستان کې د انتخاباتو د عمل څارنه له نزدې څخه کوي اؤ غواړي چې دې عمل کې باید د رایې څرګندولو د ازادۍ درناوی وشي.

د امریکې د بهرنیو چارو د محکمې مرستیال ویاند ویدانت پټيل واشنګټن کې رسنیو ته د احوال تېرولو په مهال ویلي دي چې امریکا پاکستان کې د تشدد په پېښو،په رسنیو په اېښودل شوؤ قدعنونو، د انټرنیټ د ازادۍ اؤ د رایې څرګندولو مخې ته په پرتو خندانو اندېښنه لري اؤ غواړي چې د انتخاباتو په عمل کې باید د رایې څرګندولو بشپړ درناوی وشي.

هغه وویل چې د پاکستان ولس حق لري چې د رڼو اؤ منصفانه ټاکنو له لارې خپل مشرتابه وټاکي اؤ له ویرې اؤ ګواښونو پرته د خپل سیاسي راتلونکي په اړه پرېکړه وکړي.

د امریکا د خارجه وزارت نایب ترجمان وېډانټ پټېل
د امریکا د خارجه وزارت نایب ترجمان وېډانټ پټېل

ټاکل شوې ده پاکستان کې د فرورۍ په اتمه نېټه عامې ټاکنې کیږي اؤ ددغه ټاکنو لپاره د انتخابي مهم یا کمپاین نن وروستۍ ورځ ده.

د پاکستان د اطلاعاتو نګران مرکزي وزیر مرتضا سولنګي تېره اوونۍ ویلي وؤ، د نړۍ د بیلابیلو هیوادونو څخه به دوه نیوي (۹۲) مبصرین ددې انتخاباتو څارنه کوي.

د انتخاباتو رانزدې کېدو سره سم دپاکستان خېبر پښتونخوا اؤ بلوچستان ایالتونو کې په انتخابي غونډو اؤ امیدوارانو ترهګریز بریدونه چټک شوي چې یو شمیر امیدواران اؤ دهغوي پلویان پکې وژل شوي اؤ ژوبل شوي دي.

د اطلاعاتو د نګران وزیر مرتضا سولنګي په وینا، په افغانستان کې د طالبانو واک ته له رسېدو وروسته ترهګرۍ کې اضافه شوې ده اؤ القاعده اؤ ټي ټي‌ پي افغانستان نه د خپلو خوندي ځالو په توګه استفاده کوي خو بیا هم پاکستان کې به ټولټاکنې په سوله ییزه توګه وشي.

په افغانستان کې واکمنو طالبانو تر اوسه څو څو ځله د پاکستاني چارواکو دغه ډول دعوې رد کړي دي او وایي چې اجازت نه ورکوي څوک د افغانستان خاوره د نورو ملکونو په خلاف استعماله کړي، او پاکستان کې ناامنۍ، د هغه ملک داخلي ستونزې دي.

د پاکستان الېکشن کمېشن ويلي، په اتمه فرورۍ ټاکل شوو عامو انتخاباتو دپاره د بېلټ پېپرو يا رایو د پاڼو چاپولو عمل د چېلنجونو باوجود سر ته رسول شوی او د رايو د پاڼو رسولو عمل پېل شوی دی.

د پاکستان الېکشن کمېشن ويلي، د عامو انتخاباتو دپاره په ملک کې د ټولو اته سوه و نهه پنځوس (۸۵۹) انتخابي حلقو دپاره شپږ ویشت (۲۶) کروړه بېلټ پېپرې چاپ شوي دي.

ویل شوی، د عدالتي فېصلو له امله ځينې د رايو د ځينو پاڼو په دویم ځل چاپ کېدو عمل هم په وخت سر ته رسول شوی دی.

پاکستان چيف الېکشن کمشنر سکندر سلطان راجه په لومړۍ فرورۍ ويلي وو، انتخابات به په اتمه فرورۍ په خپل وخت کيږي که څه هم امنيتي چېلنجونه موجود دي، خو الېکشن کمېشن به د امنیتي ادارو او پوځ په مرسته د انتخاباتو په وړاندې، خنډانو جوړونکو او امنيت خرابوونکو پرضد به سخته کارروايي کولی شي، چا سره به نرمي نه کيږي.

الېکشن کمېشن ويلي وو، د انتخاباتو دپاره شوې امنيتي غونډه کې چيف الېکشن کمشنر ویلي، ترهګري د انتخابي عمل تر ټولو غټ دښمن دی خو ويل شوي، نوموړي په امنیتي ادارو د پوره باور څرګندونه کړې او زياته کړې یې ده، د پرامنه انتخاباتو دپاره به ټول ضروري انتظامي او حفاظتي اقدامات کولی شي، سیاسي ګوندونو، امېدوارانو او ووټرانو ته به سازګار ماحول برابرولی شي.

Forum

هېلو وي او اې په ټي وي

هېلو وي او اې په ټي وي
please wait

No media source currently available

0:00 0:59:58 0:00

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه: په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:58 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG