د پاکستان د نګران حکومت مرکزي وزيرانو ويلي، د انتخاباتو په مهال به په ملک کې چاته هم اجازه نه وي چې قانون په لاس کې واخلي، د انتخاباتو په انتظاماتو کې به هیڅ ډول د کمي ګنجايش نه پرېږدي او څوک يو قوت هم انتخابات نه شي ګډوډولی او د انتخاباتو په روڼتيا او بې طرفۍ به هیڅ جوړ جاړی نه کيږي.
نګران وزيرداخله ګوهر اعجاز او د اطلاعاتو نګران وزير مرتضاف سولنګي نن په اسلام اباد کې ګډې خبري غونډې ته د انتخاباتو د تياريانو په اړه احوال وړاندې کړی دی.
ګوهر اعجاز وویل، د يو لک 37,000 نه زيات امنیتي ځواکونه یې د خلکو د امنيت دپاره په ځای کړي دي.
هغه زياته کړه، دا انتخابات به راڼه او بې طرفه وي او د امنيت دپاره چې د کورنيو چارو وزارت څومره اقدامات پورته کولی شو هغه د امنیتي ادارو سره په ګډه پورته کړی شوي او انتخابات به پرامنه وي.
نوموړي دغه خبره په داسې وخت کې کړې چې د انتخاباتو د کمپېن په مهال په ځانګړي ډول خېبرپښتونخوا او بلوچستان صوبو کې د ناامنۍ پېښې شوي دي.
پاکستان کې په اتمه فرورۍ عام انتخابات اعلان شوي او په انتخاباتو ځينې سياسي ګوندونه نيوکې کوي چې ټولو سياسي ګوندونو ته يو شان اسانتياوې نه ورکول کيږي.
د اطلاعاتو وزیر مرتضا سولنګي ویلي، الېکشن کمېشن اييني اداره ده، ازادې، سوتره او بې طرفه ټاکنې به کوي او نګران حکومت به یې هر ډول مرسته کوي.
هغه ويلي، انتخابات به پرامنه وي او ټول انتظامات یې شوي دي.
سولنګي زياته کړې، په 2008 او 2013م په انتخاباتو کې امنيتي صورتحال خراب وو، پاکستان د ترهګرۍ ضد اوږده جګړه کړې خو د ولس حوصلې نه دي ماتې شوي او څو پېښې پاکستانی عوام نه شي ودرولی.
نوموړي په خلکو غږ کړی په اتمه فرورۍ دې را ووځي او خپل ووټ دې ضرور وکاروي.
Forum