د پاکستان نګران وزیراعظم انوار الحق کاکړ وایي حکومت یې ملک کې د رڼو انتخاباتو په بریالي توګه ترسره کولو لپاره هر ممکن ګامونه باوري کوي.
نګران وزیراعظم د نهې - سه شنبې په ورځ پاکستان کې د کېدونکو انتخاباتو د څارنې لپاره د دولت مشترکه د راغلې ډلې سره لیدلي اؤ ورسره یې د انتخاباتو په اړوند خبرې اترې کړې دي.
ټاکل شوې ده سبا د زیارت/ پنجشنبې په ورځ پاکستان کې عامې ټاکنې ترسره شي خو د دې انتخاباتو نه مخکې د یو ستر سیاسي ګوند پاکستان تحریک انصاف لخوا تورونه لګول شوي چې انتخاباتو کې د دوي د ګټې د مخې نیولو هڅې شوي.
تحریک انصاف ګوند وایي لکه څنګه چې نواز شریف اؤ د هغه د ګوند نورو امیدوارانو ته د جلسو اؤ انتخابي کمپین لپاره لاره ورکړل شوې دغسې د تحریک انصاف سره نه دي شوي اؤ حتی دوي انتخابي کمپین ته هم نه دي پرېښودل شوي خو چارواکي دا تورونه ردوي اؤ وایي ټولو ګوندونو ته یوشان د کمپین موقعې ورکړل شوې دي.
د پاکستان د وزیراعظم د دفتر نه د خپور شوي بیان له مخې نګران وزیراعظم انوار الحق کاکړ د دولت مشترکه د مبصرینو د ډلې د مشر ډاکټر ګډلک ایبیلی جانتهن په مشرۍ ملاقات لپاره ورغلي پلاوي سره خبرو کې ویلي حکومت د 2024م د انتخاباتو د ارزونې لپاره د مبصرینو د راتګ هرکلی کوي اؤ هغوي ته به ټولې اسانتیاوې ورکوي.
ښاغلي کاکړ ویلي چې نګران حکومت هره ممکنه هڅه کوي چې ملک کې راتلونکي انتخابات په صفا سوتره توګه وشي اؤ ددې غرض لپاره یې هر سیاسي ګوند ته د انتخابي کمپین لپاره یو مناسب چاپیریال ورکړی دی.
خو د نګران وزیراعظم ددې دعوې برعکس په پاکستان کې د یو ستر سیاسي ګوند پاکستان تحریک انصاف ګوند مشران تور لګوي چې دوي ته انتخاباتو کې هغه رنګ ازاد میدان نه دی ورکړل شوی لکه څنګه چې د مسلم لیګ نواز ګوند کاندیدانو ته ورکړل شوی دی.
تحریک انصاف ګوند دا هم وایي چې نوازشریف د بهر نه د یو جوړجاړي په اساس راوستل شوی دی اؤ هڅه کیږي چې د هیواد راتلونکی اقتدار هغه ته وسپارل شي.
خو نګران وزیراعظم انوار الحق کاکړ د مبصرینو ډلې ته ویلي چې د 2024م په انتخاباتو کې به دا پرېکړه د پاکستان ولس کوي چې د ملک مشري باید کوم ګوند وکړي.
په پاکستان کې سبا د زیارت یا پنجشنبې په ورځ د کېدونکو عامو ټاکنو نه مخکې د بشري حقونو لپاره د ملګرو ملتونو عالي کمشنر وولکر ترک هم پر پاکستاني چارواکو غږ کړی چې په بشپړه توګه ازاده او عادلانه رایه اچونه باوري کړي او د جمهوري عمل په اړوند دې خپله ژمنه تازه کړي.
د بشري حقونو د ادارې ویاندې الزبیتهـ تهروسیل جېنوا کې رسنیو ته ویلي چې د ملګرو ملتونو د بشري حقونو اداره د عمران خان د ګوند اؤ پلویانو په ځورونه اؤ نیولواندېښنې لري.
د هغې وینا وه چې پاکستان کې باید ټول ګوندونه په منصفانه ډول سیالۍ کې د ګډون جوګه کړل شي.
ویاندې ویلي "پاکستان کې د زیارت په ورځ د کېدونکو پارلیماني ټاکنو نه وړاندې مونږ د ټولو سیاسي ګوندونو اؤ امیدوارانو پرضد د تشدد د ټولو کارروایو غندنه کوؤ اؤ په چاروکو ټینګار کوؤ چې هغوي باید د یو جامع اؤ بامعنا جمهوري عمل لپاره اړینې بنیادي ازادۍ پرځای وساتي"
هغې زیاته کړه چې راتلونکي انتخابات په"پاکستان کې د ښځو اؤ اقلیتي ورورولیو په ځانګړي ډول احمدیانو ته د پېښو خنډانو یادؤنه هم ده"
د امریکې د بهرنیو چارو د محکمې مرستیال ویاند ویدانت پټيل هم اوړمه ورځ واشنګټن کې رسنیو ته د احوال تېرولو په مهال ویلي وؤ چې امریکا پاکستان کې د تشدد په پېښو، په رسنیو په اېښودل شوؤ قدغنونو، د انټرنیټ د ازادۍ اؤ د رایې څرګندولو مخې ته په پرتو خنډانو اندېښنه لري اؤ غواړي چې د انتخاباتو په عمل کې باید د رایې څرګندولو بشپړ درناوی وشي.
خو د نهې په ورځ د پاکستان د کورنیو چارو نګران وزیر ګوهر اعجاز اسلام اباد کې رسنیو ته ویلی چې د ترهګرو د سیوا شوؤ بریدونو باوجود به انتخابات په ازادانه اؤ منصفانه ډول کیږي اؤ پاکستان د دې انتخاباتو لپاره نړیوال څارونکي هم رابللي دي.
Forum