په پاکستان کې د پارلیماني ټاکنو لپاره د رایو ورکولو عمل په سختو حفاظتي انتظاماتو کې پېل شوی چې ټاکل شوې د سهار د اتوؤ بجو نه به د ماښام تر پینځوؤ بجو دوام ومومي.
د الیکشن کمیشن د شمېرو له مخې په دې انتخاباتو کې د قامي اؤ صوبایي اسمبلیو په 855 څوکیو 17 زره اؤ 816 امیدواران د مقابلې په میدان کې ولاړ دي .
د انتخاباتو نه مخکې په خېبر پښتونخوا اؤ بلوچستان صوبو کې په انتخابي فعالیتونو اؤ امیدوارانو یو شمیر ترهګریز بریدونه هم شوي چې پکې د دریوؤ امیدوارانو په ګډون په لسګونو کسان وژل شوي اؤ ژوبل شوي دي.
د انتخاباتو په موقعه پاکستان د افغانستان اؤ ایران سره خپلې پولې د یوې ورځې لپاره تړلې دي اؤ هم د کورنیو چارو وزارت د هیواد دننه په عارضي توګه د موبایل فون د خدماتو ځنډولو پرېکړه کړې ده.
د کورنیو چارو د وزارت ویاند پخپل بیان کې ویلي چې د ترهګرۍ وروستیو پېښو کې مرګ ژوبله رامنځته شوې اؤ د امنیت پځای ساتلو اؤ ممکنه خطرو د مخنیوي لپاره حفاظتي ګامونه اړین دي.
ویاند ویلي چې د امنیت پځای ساتلو لپاره په عارضي توګه ګرد هیواد کې د موبایل فون د خدماتو د تړلو پرېکړه شوې ده
د الیکشن نه یوه ورځ وړاندې د بشري حقونو د څار نړیوال تنظیم هیومن رایټس واچ پخپل رپورټ کې ویلي چې دا ټاکنې د ماضي د سیاسي طاقت د لوبې اؤ بدسلوکیو په سیوري کې کیږي ،حزب اختلاف یوې ډډې ته کړل شوی،د ناقدینو اؤ رسنیو خولې تړل شوي اؤ مدني ټولنې لپاره ساحه نوره هم راتنګه کړل شوې ده.
خو له ټاکنو دوه ورځې وړاندې نګران وزیراعظم انوار الحق کاکړ د انتخاباتو د څارنې لپاره راغلو نړیوالو مبصرینو سره په لیدنه کې هغوي ته باور ورکړی ؤ چې انتخابات به په صفا سوتره ډول ترسره کیږي.
پاکستان کې د روانو ټاکنو په مهال 12 کروړه، 85 لکه 85 زره اؤ 760 ووټران رجسټرډ دي چې په دې کې 2 کروړه 35 لکه، 18 زره اؤ 371 هغه ووټران هم شامل دي چې عمرونه یې تر 25 کالو دي اؤ په وړومبي ځل به د خپل مشرتابه ټاکلو لپاره ووټ واچوي.
د انتخاباتو نه وړاندې د ملګ یو ستر سیاسي ګوند پاکستان تحریک انصاف تورونه لګولي چې دوي ته د ازادانه کمپین موقعې نه دي ورکړل شوي اؤ د بریالیتوب د مخې نیولو هڅې یې کیږي خو چارواکو بیا دا تورونه رد کړي اؤ وایي چې ټولو ګوندونو ته یو شان موقعې ورکړل شوې دي.
هم دا شان په دې انتخاباتو کې د یو شمیر سیاسي ګوندونو لخوا ښځو ته د انتخاباتو د قانون مطابق ټاکل شوې پینځه فیصدي کوټه نه ده ورکړل شوې .
په څومره څوکیو څومره امیداوران ولاړ دي؟
د پاکستان د قامي اسمبلۍ په 266 عمومي څوکیو د ټول هیواد څخه 5121 امیدواران ووټونو ته ولاړ دي چې په دې کې 4800 سړي، 312 ښځې اؤ دوه نرښځیان شامل دي.
د څلور واړو صوبایي اسمبلیو په 593 څوکیو بیا د 12695 امیدورانو تر منځ مقابله کیږي.
تر ټولو زیات رایې ورکوونکي یا ووټران په پنجاب صوبه کې رجسټرډ دي چې شمیره یې 7کروړه، 32 لکه، 7 زره اؤ 896 ده اؤ بیا ور پسې په دویم نمبر سیند صوبه کې تر ټولو زیات ووټران دي چې الیکشن کمیشن یې شمیره 2 کروړه،69 لکه،94 زره اؤ 769 ښودلې ده.
په خېبر پښتونخوا صوبه کې رجسټرډ ووټران 2 کروړه،19 لکه، 28 زره اؤ 129 ده اؤ په بلوچستان کې بیا 53 لکه، 71 زره اؤ 947 کسان د ووټرانو په توګه رجسټرډ دي.
پلازمینه اسلام اباد کې د رجسټرډ ووټرانو شمیره 10 لکه 83 زره اؤ 29 ده۔
حساسې پولنګ اسټشنې :
د پاکستان د الېکشن کمېشن ترمخه په ملک کې د اتمې فرورۍ (سبانیو) انتخاباتو دپاره 89,250 پولينګ سټېشنې جوړې کړل شوي او 17,500 پکې ډېرې يا انتهايي حساسې ګرځول شوي دي.
د پاکستان وفاقي کابينې د انتخاباتو د امنيت دپاره ګرد هیواد کې د پوځي او نیم پوځي ځواکونو د ګمارلو منظوري ورکړې ده.
دا ځواکونه به په حساسو سیمو او د پولنګ اسټشنونو کې دندې ترسره کوي او د چټک غبرګون ځواک په توګه به فعالیت کوي.
د پاکستان راتلونکی حکومت به څه چلینجونه اؤ مشکلات ولري؟
دغه اټومي هېواد ته چې له افغانستان، چین، هند او ایران سره سرحدونه لري، ټاکنې په یو داسې مهم وخت کې راغلي چې په دغه سیمه کې پر پولو باندې شخړې دي او اړیکې تاوجنې دي.
اسوشیېتېډ پریس خبري رسنۍ په یو راپور کې لیکلي، د پاکستان راتلونکی حکومت به لوی چېلنجونه ولري، چې په هغو کې به د نا امنۍ کابو کول، اقتصادي ناورین حلول او د غیر قانوني کډوالو مسلې شاملې وي.
په ټول پاکستان کې د رایه ورکولو په مرکزونو باندې په لسګونو زره پولیس او ملیشې ګمارل شوي چې کلک امنیت وساتي.
خو بیا هم د انتخاباتو په شپه، په بلوچستان کې د انتخاباتو په یو شمېر دفترونو کې چاودنې وشوې، چې لږ تر لږه ۲۶ کسان پکې ووژل شول او تر شلو زیات نور پکې ژوبل شول.
Forum