لاس رسیدونکی لینک

محسن داوړ: د شمالي وزیرستان په تپي کې طالبانو د ښځو درې پولنګ سټېشنونه قبضه کړي


د نېشنل ډیموکرېټک موومنټ مشر او له شمالي وزیرستانه د قومي اسمبلۍ په حلقه این اې-40 باندې امیدوار محسن داوړ دعوه کوي چې وسلوالو طالبانو یې په سیمه کې د ښځو درې د رایو اچولو مرکزونه یا پولینګ سټېشنونه په خپله ولکه کې اخیستي دي.

محسن داوړ د شمالي وزیرستان په تپي سیمه کې طالبانو انتخابي حملې ته ګواښونه کړي دي، وایي په دې اړه یې د انتخاباتو له کمیشنه په یو خط کې غوښتي چې په سیمه کې د امنیت خبر واخلي.

داوړ پر ایکس د انتخاباتو کمیشن ته لیکلی خط خپور کړی او پکې لیکلي یې دي چې طالبان د سیمې ځایي خلکو او انتخابي عملي ته ګواښونه کوي چې د انتخاباتو له عمله لرې اوسي، داوړ لیکلي:

"طالبانو په سیمه کې پولنګ سټېشنونه په خپله ولکه کې اخیستي دي، ما پّ دې اړه د سیمې ضلعي ریټرننګ افسر ته خط ولیکه او د سیمې د امنیت په اړه مې خپله اندېښنه ورته ښکاره کړه خو زما خط له پامه وغورځول شو".

د داوړ په وینا دغه درې د رایو ورکولو مرکزونه- چې د ده په وینا طالبانو قبضه کړي- د «ورېښم جان کوټ»، «تپي» او «اول خان کوټ» په نومونو دي چې وایي دا ټول پولنګ سټېشنونه په سرکاري سکولونو کې دي.

د پاکستان د انتخباتو کمیشن تر اوسه د محسن داوړ دغو اندېښنو او په شمالي وزیرستان کې د طالبانو له خوا د ښځو د رایو اچولو د مرکزونو د قبضه کولو په اړه څه نه دي ویلي او نه هم د طالبانو کومې ډلې په دې اړه څه ویلي دي.

تحریک طالبان پاکستان د جنورۍ پر 25مه ویلي وو چې دوی به د انتخاباتو د کمپېن په مهال پر غونډو او امیدوارانو بریدونه نه کوي.

محسن داوړ وایي نن د فرورۍ د اتمې په سهار وختي چې د ښځو یو پولنګ سټېشن ته د دوی ښځینه پولنګ ایجنټانې ور ورسېدې هلته چاودنه وشوه،‌ خو وایي هغوی ته پکې کوم زیان ونه رسېد او له سیمې وتلو ته مجبوره شوې.

داوړ وایي د دې پېښې په خلاف یې پولیسو ته یو درخواست هم ورکړی دی.

په شمالي وزیرستان کې له تېرو دوو کلونو راهیسې پرله پسې د ناامنۍ د پېښو خبرونه ورکول کېږي، خو په وروستیو کې د انتخاباتو لپاره کمپېنونه هم له دغو پېښو خوندي نه وو.

پر محسن داوړ باندې د جنورۍ میاشتې په پیل کې هم د شمالي وزیرستان په همدې تپي سیمه کې وسلوال برید شوی وو چې پکې هغه ته کوم زیان نه وو رسېدلی. داوړ له هغه راهیسې په سیمه کې د اامنۍ په اړه اندېښنې ښودلې وې.

د جنورۍ پر یوولسمه هم په همدې تپي سیمه کې د پښتونخوا صوبایي اسمبلۍ ته له حلقه پي کې-104 څخه پر ازاد امیدوار ملک کلیم الله داوړ باندې برید شوی وو او هغه پکې وژل شوی وو.

دا دویم ځل دی چې له پښتونخوا صوبې سره تر ګډېدو وروسته د شمالي وزیرستان په ګډون په اووو قبایلي ضلعو کې پارلماني ټاکنې کېږي او خلک یې هیله من دي چې په سیمه کې یې امن او ترقي راشي.

Forum

ځانګړې ویډیوګانې


د ډانلډ ټرمپ مېرمن ملانیا ټرمپ پېژندګلو
please wait

No media source currently available

0:00 0:03:43 0:00

هېلو وي او اې په ټي وي

هېلو وي او ای په ټي وي
please wait

No media source currently available

0:00 0:59:56 0:00

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه: په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:58 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG