لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

خېبر: د امنیتي ځواکونو عملیاتو کې د داعش وتلی کمانډر صورت ګل عرف سیف الله پېښوری وژل شوی


PAKISTAN/
PAKISTAN/

امنیتي سرچینې وایي د وسله والې ډلې داعش خراسان یو وتلی کمانډر صورت ګل چې په سیف الله پېښوري مشهور ؤ د پاکستان امنیتي ځواکونو تېره ورځ په خېبر قبایلي ضلعه کې د عملیاتو په مهال وژلی دی.

د سرچینو وینا ده چې د هغه پرضد سیمه کې عملیات د استخباراتي معلوماتو په اساس شوي چې پکې د ډزو د تبادلې په مهال دغه تندروه وسله وال کمانډر وژل شوی دی.

خراسان ډایري نومې پاکستاني رسنۍ د سرکاري سرچینو له خولې ویلي چې صورت ګل په افغانستان د طالبانو له قبضې وړاندې په ختیځ ولایت ننګرهار کې د داعش خراسان د یو لوړ پوړي کمانډر په توګه فعالیتونه کول.

داعش خراسان لا ددې پېښې په هکله څه نه دي ویلي اؤ نه هم دپاکستان پوځ په دې اړه کوم رسمي بیان جاري کړی دی.

تېره ورځ هم د پاکستان پوځ ويلي وو چې د بلوچستان صوبې په قلعه سېف الله کې یې د استخباراتي معلوماتو په اساس عملياتو یې د داعش مهم ترهګر عبدالشکور عرف نعمان عرف ابوحمزه خراساني وژلی دی.

په پاکستان کې د پوځ او وسله والو ترمنځ د جګړو ځايونو ته اکثره خبريالان نه پرېښودل کيږي د پېښو د ځايونو نه د مرګ ژوبلې په اړه د پوځ یا د وسله والو ډلو د عوو په خپلواکه توګه تاید ممکن نه وي.

د جنورۍ په ۳۰مه د ملګرو ملتونو د امنیت شورا پخپل رپوټ کې ویلي وؤ ،چې د افغان طالبانو د فشار له امله د داعش خراسان بریدونه کم شوي خو وایي داعش لا هم د افغانستان او سیمې لپاره یو خطر دی، چې په افغانستان کې یې هدفونه شیعه مسلمانان، طالبان او ملکي وګړي دي.

په پاکستان کې هم په دې وروستیو کې په امنیتي ځواکونو، سیاسي اؤ قامي مشرانو د شوؤ بریدونو پړه داعش خراسان پغاړه اخستې ده.

که څه هم په افغانستان واکمن طالبان تل وایي چې داعش په افغانستان کې خپل مستقل مرکزونه نه لري او نه یې خطر زیات دی، خو دې ډلې د طالبانو په واکمنۍ کې په تېرو دوه نیمو کلونو کې د ډېرو داسې خونړیو بریدونو ذمه وارۍ پر غاړه اخیستې دي، چې په لسګونو شیعه مسلمانان پکې وژل شوي او ژوبل شوي دي.

Forum

ځانګړې ویډیوګانې

هېلو وي او اې په ټي وي

هېلو وي او ای په ټي وي
please wait

No media source currently available

0:00 0:59:58 0:00

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه: په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:59 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG