د امریکا د حکومت د نویو معلوماتو له مخې، تېر کال په امریکا کې د بیا مېشتېدنې لپاره افغانانو ته ځانګړې مهاجرت ویزې یا ( ایس آی وي) سل فیصدي زیاتې شوې دي.
د دغه شمېرو له مخې په 2023م کال کې افغان وګړو ته 26,500 ایس آی وي ویزې ورکړل شوې دي. دغه ویزې د تېر کال (2022م) کې د ورکړل شوو 11,000 ویزو نه دوه چنده څخه زیاتې او د 2008م کال کې د دغه ویزو د پېل کیدو راهیسې یو ریکارډ دی.
د امریکا د بهرنیو چارو وزارت ویاند تایید کړی چې په ټوله نړۍ کې د امریکا د قونسلګریو لخوا له 18,000 څخه زیاتې ایس آی وي ویزې جاري شوې دي، او څو زره نورو افغانانو چې د وړاندې نه په امریکا کې اوسېږي د خپل اوسېدو حثیت بدل کړی دی.
د 2021م کال د اګست د میاشتې څخه تر 2022 کال د سېپټمبر پورې، امریکا د افغانستان د پخواني حکومت له ړنګیدو وروسته د امریکایي پوځ لخوا ایستل شویو لسګونو زرو افغانانو ته د اوسېدو لپاره موقتي محفوظ حثیت ورکړی.
د امریکا د بهرنیو چارو وزارت ویاند وي او اې ته په یوه لیږل شوي ایمیل کې لیکلي: "موږ وسیلې زیاتې کړې او د افغان ایس آی وي (SIV) خواستونه د پروسس کولو لپاره مو د کارکوونکو شمېر د پام وړ زیات کړی دی."
د ایس آی وي ویزو کې دغه بې سارې زیاتوالی د امریکا پخوانیو پوځیانو او نورو مبارزینو لخوا په افغانستان کې د 2001 نه تر 2021 کلونو ترمنځ په افغانستان د امریکا پوځ او نورو پروګرامونو لپاره کارکوونکو افغانانو د چټک ابادولو د غوښتنو وررسته راغلی دی.
زیات فعالین طالبان تورنوي چې دوی ایس آی وي ویزو وړ افغانان په نښه کوي او په حراست کې یې اخلي، پداسې حال کې چې امریکا په تیرو دوه نیمو کلونو کې د طالبانو د واکمنۍ پرمهال د ایس آی وي غوښتونکو ایستلو ته دوام ورکړی دی.
له 2008م کال راهیسې، خواوشا 120,000 ایس آی وي ویزې افغانانو ته ورکړل شوې دي.
د جنورۍ د میاشتې نه، 9,000 اوریجنل یا اصلي ایس آی وی ویزې موجودې دي ، او د 100,000 څخه ډیر خواستونه وړاندې شوي. په دغه کې 67,000 خواستونه د تېر کال نه منظوریدو ته په انتظار دي.
د دغه ځنډ د ختمولو لپاره د امریکا بهرنیو چارو وزارت کانګرس څخه وغوښتل چې تیر کال 20,000 اضافي ایس آی وي ویزو منظوري ورکړي، خو دغه غوښتنه لا تراوسه پاتې ده.
د امریکا د بهرنیو چارو وزارت ویاند وویل: " د کانګرس لخوا د مختص شوي شمیرې سر د رسېدو وروسته به وزارت نشي کولی چې ایس آی وي (ویزې) جاري کړي."
امریکا په تیر کال کې د ايس آی وي ویزو کې د اضافې ترڅنګ د افغان مهاجرینو او پناه غوښتونکو شمېر کې هم اضافه کړې ده.
د امریکا د بهرنیو چارو وزارت د شمېرو له مخې، په 2023م کال کې له 4,600 څخه ډېر افغان کډوال منل شوي، چې دا په تېرو دوو لسیزو کې تر ټولو لوړه شمېره ده.
د ایس آی وي پروګرام نه علاوه هم افغانان، په ځانګړې توګه هغه کسان چې د طالبانو د واک ته د رسیدو دمخه د مدني ټولنې تنظیمونو لپاره کار کاوه، د دریم هېوادونو څخه د امریکا د کډوالو او د بشري بیا میشتیدنې لارو خواست کولی شي.
د بشري حقونو ډلې پر طالبانو تور پورې کوي چې د تعلیم یافته مېرمنو په نښه کولو کې د ناوړه تعصب پالیسۍ نه کار اخلي، او حتی هغه څوک چې په افغانستان کې د امریکا د ماموریت لپاره یې کار نه دې کړې هم په نښه کوي.
طالب چارواکو دا ډول نیوکې رد کړې دي.
د 2021م کال د اګست په میاشت کې د طالبانو بیا واک ته د رسېدو راهیسې په سلګونه زره افغانان د طالبانو د ځپونکو پالیسو او د اقتصادي وضعیت د خرابېدو له وېرې له هېواده وتلي دي.
Forum