لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

د نووالني د مرګ نه پس، صدر بایډن په دې غور کوي چې روس باندې نوې پابندۍ ولګوي


د امریکا صدر جو بایډن د ګل/دوشنبې په ورځ وویل چې د روس د حزب اختلاف د بندیوان مشر الېکسي نووالني د مرګ وروستو، اوس په ماسکو باندې "د اضافي پابندیو په لګولو سوچ" کوي.

بایډن په سپینه ماڼۍ کې خبریالانو ته وویل چې "مونږ د وړاندې نه پابندۍ لګولي دي" مګر امریکا په دې سوچ کوي چې نورې پابندۍ هم ولګوي. بایډن دمخه لا د روس صدر ولودیمیر پوتین او د هغه "بدماشان" د نووالني د مرګ ذمه وار ګرځولي دي.

نووالني په داسې وخت کې مړ شو چې بایډن هلې ځلې کوي د امریکا په کانګرس کې د اوکراین، اسرایل او ټایوان دپاره د امنیتي امداد ۹۵ اربه ډالر بهرنی امداد منظور کړي. تر اوسه د دې مرستې د منظورېدو مخه، مخالفې ډلې رېپبلېکنانو نیولې ده.

په سنېټ کې چې د اکثریت ډېموکرېټانو په اختیار کې دی، د دواړو ګوندونو په همکارۍ دې بهرنیو مرستو ته د منظورۍ رایې ورکړی شوې، مګر اوس یې منظوري په اېوان نمایندګان کې بنده ده. د اېوان نمایندګان سپیکر، مایک جانسن چې رېپبلېکن ګوند یې په اېوان کې اکثریت دی، د مرستو دغه مسوده تر اوسه رایو ته نده وړاندې کړې. یو دلیل یې دا دی چې پخوانی صدر ډونالډ ټرمپ د دغو نویو مرستو سره اختلافات لري.

د مایک جانسن او ټرمپ شکایت دا دی چې د مرستو په دې قانوني مسوده کې د امریکا د جنوبي سرحد تحفظ ته چې په لسهاوو زره کډوال ورباندې غیرقانوني رااوړي، کوم څه نشته.

د اېوان نمایندګان رېپبلېکن سپیکر د صدر بایډن سره د ملاقات خواهش کړی، او صدر بایډن چې اوکراین ته په امداد رسولو ډېر ټینګار کوي، د ګل/دوشنبې په ورځ وویل چې هغه هم د اېوان نمایندګان د صدر سره لیدل غواړي.

Forum

هېلو وي او اې په ټي وي

هېلو وي او اې په ټي وي
please wait

No media source currently available

0:00 0:59:58 0:00

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:58 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG