لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

چمن کې پرلت کوونکي نيول شوي، په ضد یې پرلتوالو ښار کې کاربندیز او د کوټې چمن لار بنده کړې


د افغانستان سره په پوله د بلوچستان صوبې په چمن ښار کې چارواکو د پاسپورټ دفتر مخې ته په پرلت ناست کسان نيولي، او د دفتر د مخې څخه یې ‏کنټېنرې لرې کړي دي. ‏

پرلتوالو تور لګولی د پرامنه پرلت ګډوډولو هڅې کيږي او د بلوچستان صوبې د اطلاعاتو نګران وزير جان اڅکزي ويلي، د کسانو نيول منلي او دعوه ‏يې کړې، په چمن کې مظاهره چيانو قانون په لاس کې اخستی او پاسپورټ دفتر یې بلاک کړی (مخه یې نيولې ده).‏

د چمن څخه د ډيوه خبريال نعمت الله سرحدي خبر راکوي، د پرلت د کمېټۍ يو مشر غوث الله اڅکزي ورته ويلي، چارواکو د دوی د پرامنه احتجاج د ګډ ‏وډي په لورې بيولو هڅې کوي.‏

هغه ويلي، "زمونږ شل ملګري چې د پرلت د کمېټۍ وياند عبدالصادق اڅکزی هم پکې شامل دی نيولي یې دي دوی اوس د کوټې چمن په لويه لاره کوږک ‏لاره بنده کړې او چمن ښار کې به شټر ډاون د (دوکانونو بندولو) هړتال/ کاربنديز وي".‏

د ډيوه خبريال په خبره، په چمن ښار کې ځای په ځای د پارېدلو خلکو او چارواکو تر منځ تاو تريخوالی ليدل کيږي او په ښار کې پر سرکاري ودانيو باندې ‏چارواکي په غټ تعداد کې ځای په ځای کړی شوي دي.‏

ځايي چارواکو د پرلت والو د نيولو په اړه معلومات نه دي ورکړي او وي او اې ډيوه د ضلعې مرستيال کمشنر څخه په دغه اړه د معلوماتو ترلاسه کولو هڅې ‏کړي خو ځواب ورته نه دی ترلاسه شوی.‏

خو د اطلاعاتو وزير جان اڅکزي په اېکس پوسټ کې ویلي، ‏

‏"په چمن کې مظاهره چيانو قانون په لاس کې اخستی او پاسپورټ دفتر یې بلاک کړی (مخه یې نيولې ده)، پوليس او نورو قانون نافذونکو ادارو په ګډه ‏څلور ملزمان نيولي دي".

هغه زیاته کړې، "دوی ته د تېرو څو مياشتو راهسې د پرامنه احتجاج اجازت ورکړل شوی وو خو پرون دوی د پاسپورټ دفتر بلاک کولو او اړي ګړي د عمل ‏وروسته پوليس مداخلت کړی دی".‏

اڅکزي ویلي، "د حکومتي اسنادو يعنې سفر دپاره د پاسپورټ شرط د رياست فېصله ده او دا به عملي کولی شي، هېڅ ډول خنډ به ونه زغمل شي، او د ‏قانون په لاس کې اخستونکو سره به سختي کولی شي".‏

خو په چمن کې د پرلت چې څلور مياشتې پوره شوې، نن هم احتجاجي ناسته دوام لري.‏

د چمن آل لغړي اتحاد چې د سياسي ګوندونو ملاتړ هم ورته ترلاسه دی، د تېر کال اکتوبر د ‏‎20‎مې نېټې راهسې یې احتجاج پېل کړی او د حکومت نه د ‏سيمې د سوداګرو او ځايي خلکو دپاره په پوله د پاسپورټ د شرط عملي کولو د بيرته اخستو غوښتنه کوي.‏

د پاکستان حکومت د تېر کال د نومبرد مياشتې له اولنۍ نېټې څخه د افغانستان سره تګ ﺭاتګ پر پاسپورټ کړی دی، خو ځايي خلک وايي د چمن او ‏سپين بولدک اوسېدونکي دې د تېر په څېر په شناختي کارډ او تذکره تلل راتلل وکړي.‏

Forum

هېلو وي او اې په ټي وي

هېلو وي او اې په ټي وي
please wait

No media source currently available

0:00 0:59:58 0:00

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:59 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG