لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

امریکا په امنیت شورا کې د غزې په اړه د الجزایر قرارداد ویټو کوي او خپل قرارداد وړاندې کوي


اسرایلي ځواکونو نن د غزې په خان یونس سیمه کې د درنې جګړې خبر ورکړی او بل لور ته د ملګرو ملتونو امنیت شورا د الجزایر پر هغه قرارداد د رایو ورکولو ته تیاري کوي چې پکې د سمدستي ډزبندۍ، مرستو ته د رسایۍ زیاتولو او فلسطینیانو د جبري بې ځایه کېدو د مخنیوي غوښتنه شوې ده.

په ملګرو ملتونو کې د امریکې استازې لینډا توماس ګرینفیلډ ویلي، امریکا به د خپل ویټو قوت په کارولو سره د الجزایر د وړاندې شوي قرارداد مخه ونیسي چې د هغې په وینا د ډزبندۍ په اړه د دوی د منځګړتوب هڅو ته زیان رسولای شي.

د الجزایر وړاندیز شوي قرارداد ته تر رایو ورکول کېدو مخکې امریکې خپل قرارداد امنیت شورا ته وړاندې کړی دی، دا مسوده وي او اې لیدلې ده چې پکې له حماس ډلې سره د یرغمل کسانو پر خوشي کېدو ټینګار شوی او په غزه کې د لنډمهالې ډزبندۍ غوښتنه شوې ده.

د امریکې د قرارداد په متن کې ویل شوي چې په اوسنیو حالاتو کې په رفح کې پراخ مځکني عملیات به ملکي خلکو ته لا زیات زیان ورسوي او کېدای شي هغوی مجبور کړي چې ګاونډیو هیوادونو ته کډه شي.

قرارداد وایي دا ډول اقدام به د سیمې امن او ارامۍ ته سنګینې نتیجې ولري، ځکه پکې ټینګار شوی چې دا ډول لوی مځکني بریدونه باید په اوسنیو حالاتو کې ونه شي.

امریکې تر اوسه څه ټاکلی وخت نه دی ښوولی چې د امنیت شورا ته به خپل قرارداد کله وړاندې کوي، خو د امریکې د حکومت یوه اعلی چارواکي ویلي امریکا امنیت شورا ته پر متن د خبرو لپاره وخت ورکوي او څه پلان نه لري چې دستي ورباندې رایې واچول شي.

امریکا تر دې مخکې د غزې د جګړې په اړه په هر ډول اقداماتو کې د ډزبندۍ له غوښتنې ډډه کوله، خو په نوي قرارداد کې یې د لنډمهالې ډزبندۍ غوښتنه تېره اوونۍ د اسرایل له وزیراعظم بنیامین نتنیاهو سره په خبرو کې د صدر جوبایډن د خبرو عکاسي ښکاري.

امریکې، مصر او قطر له تېرو څو اوونیو په قاهره کې په دې اړه خبرې اترې کولې چې په غزه کې جګړه ودرېږی او پاته یرغمل شوي کسان را خوشي کړل شي خو دوی کوم تړون ته په رسېدلو نه دي کامیابه شوي.

اسرایل خبرداری ورکړی چې د مصر پولې ته نیژدې د غزې په جنوبي سیمه رفح کې د مځکني برید پلان لري، په دې سیمه کې 1.5 میلینه فلسطینیان له خپلو سیمو بې ځایه شوي او د ځانونو د خوندیتوب په لټه کې دي.

اسرایلي چارواکي وایي دوی اړتیا لري چې د حماس د غړو په نخښه کولو لپاره په رفح کې عملیات وکړي، چارواکو د مځکنیو عملیاتو د پلان په اړه تفصیل نه دی ورکړی خو ملکي وګړو ته یې د وتلو امر کړی دی.

د ملګرو ملتونو چارواکو په وار وار ویلي چې په غزه کې د ملکي وګړو لپاره هیڅ ځای خوندي نه دی.

مصر له خپلې خاورې د فلسطینیانو پر ایستلو اعتراض کوي او دا د هغوی جبري بې ځایه کېدل ګڼي، خو اسرایل داسې نیت نه لري چې خلک په جبري توګه بې کوره کړي.

د غزې پټۍ د روغتیا وزارت وایي د تېر کال د اکتوبر له اوومې وروسته چې اسرایلي ځواکونو د حماس خلاف بریدونه پیل کړي، په نتیجه کې یې تر اوسه پورې 29,195 فلسطینیان وژل شوي او 69,170 ټپیان شوي دي.

اسرایلي چارواکي وایي دا بریدونه یې هغه وخت پیل کړل چې حماس په اسرایل کې د اکتوبر پر اوومه په ناڅاپي بریدونو کې تقریباً 1,200 کسان و وژل او شاوخوا 240 یې له ځان سره غزې ته یرغمل یووړل.

د رویټرز د رپوټ له مخې په تېرو څلرویشت ګنټو کې د اسرایل په عملیاتو کې 103 تنه فلسطینیان وژل شوي او 142 نور ټپیان شوي دي.

یادونه:- د وي او اې خبریالې مارګریټ بشیر په دې رپوټ کې مرسته کړې. ځینې مواد له اې پي، رویټرز او اې ایف پي اخیستل شوي.

Forum

هېلو وي او اې په ټي وي

هېلو وي او اې په ټي وي
please wait

No media source currently available

0:00 0:59:57 0:00

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه: په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:58 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG