اسرایل وایي چې په غزه کې حماس سره د موقتي ډزبندۍ او د شاوخوا سل (۱۰۰) یرغمل کسانو د آزادولو دپاره، چې تر اوسه لا د حماس په ولقه کې پاته دي، نوې هلې ځلې روانې دي.
د اسرایل دفاع وزیر یوواف ګېلنټ د منځني ختيځ دپاره د امریکا استازي برېټ مکګورک ته د زیارت/پنجشنبې په ورځ وویل چې د اسرایل حکومت به "د یرغملو کسانو په مسئله کې زمونږ مذاکره کوونکو ته ورکړي شوي اختیارات زیات کړي."
ګېلنټ پس د هغه دا خبرې وکړې چې د اسرایل د جنګ د کابینې غړي بېني ګنټز د شورو/چهارشنبې په ورځ ناوخته وویل چې د ډزبندۍ یوې معاملې باندې د اتفاق دپاره نوي کوششونه جاري دي. له هغه وخت راهېسي چې تېره هفته په قاهره کې د اسرایل، امریکا، مصر او قطر چارواکو ترمنځ مذاکرات په ټپه اودرېدل، دا اولنی ځل دی چې اسرایلي حکومت د ډزبندۍ دپاره د نوو هلو ځلو خبر ورکوي.
خو ګېلنټ وویل چې د یرغملو کسانو آزادېدل ډېر اهم دي او که حماس د هغو په خوشې کولو راضي نشي، اسرایل به د غزې په جنوبي ښار رفح باندې روژې میاشتې کې ځمکنۍ حمله وکړي. روژه ممکن د مارچ په لسمه نېټه پیل شي.
د اکټوبر په اوومه نېټه چې حماس ډلې په ناڅاپي توګه اسرایل باندې حملې وکړې، هغو کې یې قریب ۲۴۰ تنان ځان سره یرغمل یووړل او شاوخوا ۱۲۰۰ نور یې ووژل. بیا چې په نوامبر میاشت کې موقتي ډزبندي وشوه، شاوخوا سل تنه یرغمل د فلسطیني قیدیانو د آزادولو په بدل کې خوشې کړی شول. اسرایلي پوځ وایي، په پاته یرغملو کسانو کې شاوخوا دېرش تنان یې ممکن وژل شوي وي، او پاته سل تنان لا هم د حماس سره دي.
رفح د غزې په جنوب کې د مصر په سرحد پروت یو وړوکی فلسطیني ښار دی چې اوس مهال قریب یو نیم میلین فلسطینیان هلته دېره شوي او اکثره یې د غزې د شمالي علاقو نه د جنګ له ېرې هلته پناه وړې ده. که څه هم اسرایل تر اوسه په رفح باندې پراخ ځمکنی برید ندی شروع کړی، خو د تېرو څو ورځو راهېسي یې هلته بمبارۍ کړې دي.
اسرایلي پوځ د زیارت/پنجشنبې په سهار هم په رفح باندې هوایي بمبارۍ وکړې.
د حماس د ولقې لاندې د صحت ادارې د زیارت په ورځ وویل چې په یوه ورځ کې په ټوله غزه کې قریب سل (۱۰۰) تنان ووژل شول او د اسرایل په دغو جوابي حملو کې تر اوسه د وژل شوو فلسطینیانو شمېر نهه ویشت زره و څلور سوه و لس (۲۹۴۱۰) ته رسېدلی دی.
Forum