د امریکا پخواني صدر ډانلډ ټرمپ تېره ورځ په جنوبي کېرولاینا کې د خپل ګوند( ریپبلکن) پراېمري ټاکنې ګټلي او ډیر په اسانه یې په ملګرو ملتونو کې د امریکا پخوانۍ سفېرې نیکي هېلي ته په خپل ایالت کې ماتې ورکړې.
دا د ریپبلکن ګوند درېمې پراېمري ټاکنې دي چې ډانلډ ټرمپ وګټلې او د صدارتي زغل لپاره یې خپله لاره نوره هم اسانه کړه.
ډانلډ ټرمپ د ریپبلکن ګوند د سختو مقابلو په ټولو ایالتونو لکه ایوا، نیوهېمپاشېر، نېواډا او جنوبي کېرولاینا کې ټاکنې ګټلي. په دې صدارتي زغل کې د ټرمپ مخالفه نېکي هېلې باندې اوس دا فشار نور هم زیاتیږي چې د صدارتي زغل نه دې ووځي، خو مېرمن هېلي په خپل ایالت کې د بېللو وروسته بیا ویلي چې هغه به د صدارتي زغله نه بهر کیږي. نیکي هېلي د کال ۲۰۱۱م نه تر ۲۰۱۷م پورې د جنوبي کېرولاینا ګورنره پاتې وه.
د ډانلډ ټرمپ او صدر جوباېډن تر منځه د بیا صدارتي انتخاباتو امکاني مقابله کیدونکې ده. خو هېلي ژمنه کړې چې د مارچ ۵مې نېټې پورې چې کله به د پراېمري ټاکنو اخیری پړاو ترسره کیږي، د دغه زغل نه به نه بهر کیږي.
اېسوسي اېټد پرېس خبري ادارې تېره ورځ په ۷بجې د رایو وخت بندیدو وروسته د ډانلډ ټرمپ ګټه اعلان کړې وه. او دغه اعلان یې په ای پي ووټ کاسټ نومې د نظر پوښتنو په رایو کړې وه.
په دغه نظر پوښتنه کې دا معلومه شوې وه چې ټرمپ به د دغه ایالت ګورنرې پاتې نېکي هېلي ته په ګرد ایالت کې ماتې ورکوي.
د خپلې بریا د اعلان وروسته ډانلډ ټرمپ په خپله وینا کې ویلي ٫٫ ما کله هم ریپبلکن ګوند دومره په اتفاق نه ده لیدلي لکه څنګه چې اوس ده.٬٬ نوموړي زیاته کړې ٫٫ تاسو تر ۱۵ منټو پورې په دغې خوشحالۍ کولی شئ، خو بیا به مونږ بیرته خپلو کارونو ته ورځو.٬٬
د کال ۱۹۸۰م راهسې د جنوبي کېرولاینا پرایمري ګټونکی کاندید د ریپبلکن ګوند د صدراتی کاندید څوکي ګټي خو یواځې په کال ۲۰۱۲م کې دغه شان نه دي شوي.
Forum