لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

پاکستان کې د پولیو ضد څاڅکو کمپاين پيل شوی


پاکستان کې د پينځو کالو نه د کم عمر ماشومانو ته د پوليو ضد څاڅکو او ورسره د ویټامن اې د خوراک ورکولو کمپاين پيل شوی، چارواکي وايي، د ‏‎45.8‎‏ میلینو نه زياتو ماشومانو ته به د پوليو ضد څاڅکي او ویټامن اې خوراک ورکول کيږي.‏

خېبرپښتونخوا کې د پوليو د مخنيوي پروګرام ويلي، نن د صوبې په يواځينو دوه ضلعو لکي مروت او ډېره اسماعيل خان کې د پوليو کمپاين پيل کيږي.‏

پاکستان کې د پوليو د مخنيوي پروګرام ويلي، نن د ګل/ دوشنبې د ورځې (‏‎26‎مې فرورۍ نه تر درېم مارچ) پورې د روان کال د پوليو دويم د قومي کچې ‏کمپاين پيل شوی، او د خېبرپښتونخوا په ‏‎33‎‏ ضلعو کې به د دويم مارچ نه تر شپږم مارچ پورې کمپاين کولی شي.‏

چارواکو ويلي، د ماشومانو د قوت مدافعت سېوا کولو دپاره به هغوی ته د وټامن اې خوراک هم ورکول کېږي.‏

د بلوچستان صوبې څخه سرچينو وي او اې ډيوه ته ويلي، په چمن، زيارت او نورو سيمو کې د واورې ورښت له امله د پوليو ټيمونه له مشکلاتو سره مخ ‏کيږي خو بيا هم چارواکو ويلي، هڅې روانې دي چې ټولو ماشومانو ته د پوليو ضد څاڅکي ورسول شي.‏

د صحت مرکزي سيکرټري افتخار شلواني ويلي، ځينې خلک اوس هم د غلط فهميانو او ناسمو معلوماتو په بنياد ماشومانو ته د پوليو څاڅکو ورکولو نه ‏انکار کوي دا بدمرغي ده.‏

هغه ويلي، حکومت په ملک کې د پوليو د خاتمې دپاره ژمن دی او پرمختګ پکې هم شوی دی خو فېصله سازو، ميندو پلارانو او خيال ساتونکو باندې ‏هم په دغه لړ کې غټه زمه واري راوړي.‏

د پوليو مخنيوي د پروګرام په وېب پاڼه ويل شوي، سږ کال د جنورۍ په مياشت کې په ملک کې د پوليو ‏‎19‎‏ مثبتې نمونې ترلاسه شوي او تېر کال ‏‎126‎‏ ‏نمونې ترلاسه شوې وې.‏

پوهان وايي، د پوليو د مثبتو نمونو ترلاسه کېدل څرګندونه کوي چې د پوليس وايرس خطره شتون لري.‏

پاکستان کې د پوليو د مخنيوي د پروګرام مشر ډاکټر شهزاد بېګ ويلي، پاکستان او افغانستان يواځيني هيوادونو دي چرته چې د پوليو وايرس موجود ‏دي، تېر کال په پاکستان کې د پوليو شپږ پېښې مخې ته راغلې وې.‏

هغه زياته کړه، سږ کال هم په ځينو ضلعو کې د پوليو وايرس معلوم شوی او د هغې مطلب دا دی چې د پوليو خطره شته.‏

نوموړي په ټولو میندو پلارانو، ټولو مکتبه فکر سره تعلق لرونکو خلکو باندې غږ کړی چې د پوليو د خاتمې په لړ کې د حکومت سره مرسته وکړي او دا ‏موذي مرض ختم کړي.‏

پاکستان کې سږ کال تراوسه پورې د پوليو کومه پېښه مخې ته نه ده راغلې.‏

Forum

هېلو وي او اې په ټي وي

هېلو وي او اې په ټي وي
please wait

No media source currently available

0:00 0:59:57 0:00

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:58 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG