د مسلم ليګ ن ګوند مريم نواز د پاکستان د پنجاب صوبې لومړۍ ښځينه وزيراعلا منتخب شوه، د منتخب کېدو سمدستي وروسته مريم نواز په خپله لومړۍ وينا کې وويل، د چا نه به انتقام نه اخلي.
د پنجاب د وزیراعلا د انتخاب دپاره د مسلم ليګ ن امېدواره مريم نواز او د هغې په مقابله کې د سني اتحاد کونسل امېدوار رانا افتاب احمد وو.
د وزيراعلا د انتخاب دپاره چې د اسمبلۍ د سپيکر ملک احمد خان په مشرۍ غونډه پيل شوه، اسپيکر د کارروايۍ پيل کولو اعلان وکړو نو د تحریک انصاف حمايت يافته ازاد غړي چې په سني اتحاد کونسل کې شامل شوي، په اسمبلۍ کې یې نعرې پيل کړې او د اېوان څخه یې د بايکاټ اعلان وکړو او د اسمبلۍ څخه بهر ووتل.
د ځايي مطبوعاتو ترمخه د سني اتحاد کونسل غړو ويلي چې د دوی په مخصوصو نشتونو د دوی غړي نه دي ټاکل شوي اېوان نيمګړی دی ځکه دوی د وزيراعلا د انتخاب په عمل کې برخه نه اخلي، په ځواب کې ورته د اسمبلۍ سپيکر ويلي، د مخصوصو څوکو اعلانول د الېکشن کمېشن کار دی.
بيا د وزيراعلا د انتخاب دپاره د رای ورکولو عمل پيل شوی، مريم نواز 220 رای ترلاسه کړي او د سني اتحاد کونسل غړو په دغه عمل کې برخه نه ده اخستې.
د رايو د عمل پوره کېدو وروسته سپيکر ملک احمد خان اعلان وکړو چې مريم نواز وزيراعلا منتخب شوه.
له دغې وروسته نوموړي مريم نواز ته د وينا بلنه ورکړه او هغې په خپله لومړۍ وينا کې وويل، د چا نه هم انتقام نه اخلي، هغې د خپل ګوند او نورو اتحادي غړو مننه وکړه چې ووټ یې ورته ورکړی دی.
مريم نواز وويل، د ټولو به يو شان وزیراعلا وي او د دفتر دروازې به د ټولو دپاره خلاصې وي او يو شمېر اعلانونه وکړل چې په مختلفو برخو کې به پرمختيايي کارونه کوي.
مريم نواز د پاکستان مسلم ليګ ن د مشر او پخواني وزيراعظم نواز شريف لور او د ياد ګوند چيف ارګنايزر په څوکۍ پاتې شوې ده.
Forum