د اسرایل د وزیراعظم بنیامین نېتنیاهو دفتر د ګل/دوشنبې په ورځ وویل چې د اسرایل پوځ د هغه جنګي کابینې ته داسې یو پلان وړاندې کړی چې د غزې په جنوبي ښار رفح باندې د مجوزه ځمکني عملیاتو وړاندې له هغه ځایه د لکهاوو فلسطینیانو د اېستلو لارې چارې په کې دي، خو دوی ونه ویل چې دا فلسطینیان به چېرته ځي.
امریکا، چې د حماس په ضد جګړه کې د اسرایل کلک ملګری پاته شوی دی، اسرایل ته خبرداری ورکړی چې تر څو په رفح کې موجود فلسطینیان یې په محفوظه توګه له هغه ځایه نه وي اېستلي، په هغه ښار دې د ځمکني عملیاتو نه ډډه وکړي. نېتنیاهو دعوه لري چې په رفح کې د حماس په وسله والو باندې د دوی حمله به، جنګ په څو هفتو کې ختم کړي.
د اسرایل د ګل د ورځې بیان کې دا جزئیات ندي په ډاګه شوي چې اسرایل کوم ځای ته د فلسطینیانو د لېږلو خیال لري، او مصر وویل چې خپل سرحد به تړلی وساتي.
د حماس وسله والو د اکټوبر په اوومه نېټه په اسرایل ناڅاپي حملې وکړې او ۱۲۰۰ تنان یې ووژل، چې د هغه په جواب کې اسرایل تېرو څو میاشتو کې په غزه کې عملیات کړي او نتیجه کې یې د بحیره روم په غاړه پرته د غزه پټۍ اکثره برخې په جنګ او بمباریو کې هوارې شوې دي.
په دې لړ کې، د حماس د صحت ادارې د چارواکو په وینا، تر اوسه قریب دېرش زره (۳۰۰۰۰) فلسطینیان وژل شوي چې اکثره یې ښځې او ماشومان دي. اسرایل دعوه کوي چې د حماس دوولس زره جنګیالي یې وژلي دي.
ملګرو ملتونو د غزې د جنوبي علاقو نه د عوامو فلسطینیانو د بیځایه کولو هر ډول منصوبې او هلته کې د اسرایلي قواوو د حملو د پیل په هکله په اړه فکرمندي ښودلې ده، ځکه ډېر زیات شمېر فلسطینیانو هلته پناه اخېستې او سخت بشري امداد ته هم ضرورت لري.
د ملګرو ملتونو عمومي منشي انټونیو ګوتېرش د ګل/دوشنبې په ورځ وویل چې په غزه کې انساني مرستې ډېرې کمې دي او که رفح باندې اسرایل حمله وکړي، همدا کمې مرستې به هم سختې اغېزمنې شي.
ګوتېرش پخپل بیان کې ویلي: "په [رفح] ښار باندې د اسرایل غټه حمله به نه صرف د څه باندې یو میلین فلسطینیانو دپاره چې هلته یې پناه اخېستې ده، ېروونکې وي بلکې دا به زمونږ د امداد د پروګرامونو په تابوت هم آخري مېخ وچقوي."
اسرایل د گل/دوشنبي په ورځ وویل چې د غزې په شرقي علاقې زېتون او په خان یونس ښار کې یې په لسهاوو تندلاري وژلي دي. اسرایلي پوځ همدا شان خبر ورکړ چې په لبنان کې دننه یې د حزب الله ډلې جنګیالي په بمباریو کې په نښه کړي ډي. حزب الله وایي په دې بمباریو کې دوه تنان وژل شوي دي.
Forum