د پاکستان سپرلیګ په ۱۳مه سیالۍ کې د پېښور زلمي لوبډلې د یوې زړه راښکونکې مقابلې په ترڅ کې اسلام اباد یونایټیډ ته په اتوؤ منډو ماتې ورکړې ده.
د ګل یا دوشنبې په ورځ د لاهور په قذافي اسټیډیم کې د ترسره شوې دې سیالۍ پچه د اسلام اباد یونایټيډ کپتان شاداب خان ګټلې وه اؤ پېښور زلمي ته یې وړومبی د بیټنګ کولو دعوت ورکړی ؤ.
پېښور زلمي په ټاکلو ۲۰ اوورونو کې د ۵ؤ لوبغاړ په تاوان ۲۰۱ منډې جوړې کړې اؤ اسلام اباد یونایټيډ ته یې د ۲۰۲ؤ منډو هدف کېښودو چې ددغه هدف په تعقیب کې د اسلام اباد یونایټيډ لوبډلې د نهو لوبغاړو په تاوان ۱۳۹منډې وکړی شوې.
د پېښور زلمي کپتان غوره توب وهنه وکړه اؤ په ۶۳منډو یې ۱۱۱ منډې جوړې کړې چې پکې ۲ شپږیزې اؤ۱۴ څلوریزې هم شامل وې.
د پېښور زلمي صایم ایوب۳۸،پال والټر۱۹اؤ اصف علي ۱۷منډې جوړې کړې.
د اسلام اباد یونایټیډ له لوري شاداب خان د پېښور زلمي دوه،اعان سلمان اؤ نسیم شاه یو،یو لوبغاړی وسوځولو.
د اسلام اباد یونایټيډ لوبډله چې کله د ټاکلي هدف سرته رسولو په موخه بیټنګ ته ودرېده نه په ټاکلو اوورنو کې یې د نهو لوبغاړو په تاوان ۱۹۳منډې جوړې کړې.
د اسلام اباد یونایټیډ اعظم خان تر ټولو زیاتې ۷۵ اؤ کولن منرو ۷۱ منډې جوړې کړې.
همدا شان اغا سلمان د ۱۴ اؤ ارډن کوکس د ۱۳منډو په جوړولو وتوانېدل.
د پېښور زلمي عارف یعقوب د مخالفې لوبډلې ۵ اؤ صایم ایوب،لیوک ووډ،نوین الحق اؤ سلمان ارشاد ،یو،یو لوبغاړی وسوځولو.
Forum