د امریکا صدر جو بایډن د ګل- دوشنبې په ورځ وویل، دی هیله لري چې د راتلونکې اوونۍ په پیل کې به په غزه پټۍ کې د اسرایل او حماس تر منځ نوې ډزبندي وویني.
صدر بایډن دا هیله ځکه څرګنده کړې چې د یو شمېر هېوادونو پلاوي د تېر کال له نومبر میاشتې راهیسې پرله پسې د جګړې د درېدلو لپاره په خبرو اترو مصروف دي.
د امریکا صدر جوبایډن په نیویارک کې خبریالانو ته وویل، "زما د ملي امنیت سلاکار ماته وویل چې موږ [ډزبندۍ ته] ور نیژدې شوي یو، ور نیژدې یو، تر اوسه لا کار نه دی بشپړ شوی، زه هیله من یم چې بله دوشنبې- ګل ورځ به ډزبندي وشي".
مذاکرات کوونکي پر داسې یو تړون کار کوي چې په بنیاد به یې جګړه د شپږو اوونیو لپاره ودروي. په دغو مذاکراتو کې د امریکا په ګډون قطر او مصر هم د منځګړو په توګه برخه لري.
په دې تړون کې به په غزه کې د حماس وسلوالو د یرغمل کړو کسانو خوشي کول او له اسرایلي زندانونو د بندیانو خوشي کول شامل وي. د بشري مرستو هغه په سلګونو لارۍ به هم د تړون برخه وي چې هره ورځ غزې ته بشري مرستې رسوي.
د اسرایل وزیراعظم بنیامین نتنیاهو ویلي، لنډمهاله ډزبندي به د اسرایل هغه پلانونه بدل نه کړي چې غواړي خپل هدف ته ورسېږي او د حماس د ختمولو لپاره په رفح ښار کې بریدونه وکړي.
په رفح کې د عملیاتو امکان د نړیوالو او د ملګرو ملتونو اندېښنې زیاتې کړې دي ځکه چې د فلسطینیانو لوی شمېر ابادي هلته ژوند کوي او په هغوی کې اکثر یې د د غزې نورو برخو ته تښتېدلي چې خوندي ځایونه ولټوي.
د نتنیاهو دفتر د دوشنبې- ګل په ورځ وویل چې د اسرایل پوځ جنګي کابینې ته "په غزه پټۍ کې د جګړې له سیمو د خلکو د ایستلو او د راتلونکو عملیاتو پلان" وړاندې کړ.
امریکا د حماس خلاف په تقریباً پینځه میاشتنۍ جګړه کې د اسرایلو لوی متحد دی، خو اسرایل ته یې خبرداری ورکړی چې د غزې په شمالي رفح ښار کې دې تر هغو له مځکنيو بریدونو ډډه وکړي چې هلته مېشت فلسطینیان یې په خوندي توګه نه وي ایستلي.
د وزیراعظم بنیامین نتنیاهو د دوشنبې- ګل په ورځ په خپل بیان کې په دې اړه نور تفصیل نه دی ورکړل شوی چې اسرایل کوم ځای ته په رفح کې د مېشتو فلسطینیانو د لېږلو پلان لري، خو مصر ویلي خپلې پولې به ورته خلاصې نه کړي.
د تېر کال د اکتوبر پر اوومه حماس پر اسرایل ناڅاپي بریدونه وکړل او د اسرایلي چارواکو په وینا شاوخوا 1,200 تنه یې ووژل او 240 یې یرغمل کړل.
د حماس تر واک لاندې د غزې د روغتیا وزارت وایي، د اسرایل په جوابي بریدونو کې تر اوسه شاوخوا 30,000 فلسطینیان وژل شوي، چې وایي اکثره یې ښځې او ماشومان دي. اسرایل وايي، د حماس 12000 جنګیالي یې وژلي دي.
ملګرو ملتونو د غزې پټۍ له جنوبي سیمو د ملکي خلکو د ایستلو لپاره په هر ډول پلان باندې اندېښنه څرګنده کړې او په هغو سیمو کې یې هم د اسرایل د عملیاتو پلان د اندېښنې وړ بللی چې ګڼ خلک پکې مېشت دي او له مخکې هم بشري مرستو ته اړتیا لري.
د ملګرو ملتونو عمومي مشر انتونیو ګوتېریش د دوشنبې- ګل په ورځ وویل چې په غزه کې بشري مرستې "په بشپړه توګه ناکافي" دي او وایي په رفح کې د اسرایلي ځواکونو برید به دغو هڅو ته نور سخت زیان ورسوي:
"په [رفح] ښار باندې د اسرایل هراړخیز برید به نه یواځې هلته تر یو میلین د زیاتو مېشتو فلسطینیانو لپاره د ویرې سبب شي بلکې دا به زموږ د مرستې پروګرامونو پر تابوت هم وروستی مېخ ټکوهي."
اسرایل د دوشنبې- ګل په ورځ دعوه وکړه چې د غزې پټۍ په شمالي برخه کې، د غزې ښار په ختیځ کې د زیتون په سیمه کې او د غزې په جنوبي سیمه خان یونس کې یې په لسګونو وسلوال وژلي دي.
یادونه:- د رپوټ ځینې معلومات له اسوسیټېډ پریس، فرانس پریس او رویټرز خبري ایجنسیو اخیستل شوي دي.
Forum