پاکستاني رسنۍ وایي د هیواد نګران وزیراعظم یو وارې بیا صدر عارف علوي ته د قامي اسمبلۍ د غونډې رابللو سپارښتنه لېږلې ده خو د دې ترڅنګ د قامي اسمبلۍ سکرټریټ ته هم سبا په ۲۹مه فرورۍ د غونډې رابللو اختیار ورکړل شوی دی.
د پاکستان د ایین یا اساي قانون تر مخه د انتخاباتو نه وروسته په ۲۱ ورځو کې دننه د قامي اسمبلۍ غونډه رابلل ضروري وي چې دا موده نن د چهارشنبې په ورځ سرته رسیږي خو د هیواد صدر عارف علوي د قامي اسمبلۍ د غونډې رابللو سمري یا سپارښتنه د دې اعتراض په راپورته کولو سره رد کړې ده چې اسمبلۍ کې لا د ښځو اؤ اقلیتونو ځانګړې څوکۍ نه دي ډکې کړل شوي.
د تحریک انصاف ګوند مشر عمران خان د صدر عارف علوي د اسمبلۍ نه رابللو اقدام ستایلی خو د پیپلز ګوند مشر بلاول بوټو زرداري بیا ویلي چې د اسمبلۍ د غونډې نه رابللو له امله به په صدر علوي مقدمه درج کیږي.
پاکستاني رسنۍ وایي د نګران وزیراعظم لخوا صدر علوي ته د اسمبلۍ د غونډې رابللو سپارښتنه کې ویل شوي چې د انتخاباتو نه وروسته په ۲۱ ورځو کې دننه د اسمبلۍ غونډه رابلل اییني ضرورت دی اؤ صدر باید د اییني تقاضې په پوره کولو د اسمبلۍ غونډه راوبلي.
خو رسنۍ وایي چې که صدر د اسمبلۍ غونډه را ونه بلي نو په هغه صورت کې د قامي اسمبلۍ سیکرټریټ ته هم د غونډې رابللو اختیار ورکړل شوی دی.
پاکستان کې په اتمه فرورۍ عامې ټاکنې شوې دي اؤ د ایین له مخې سبا په ۲۹مه فرورۍ د شپاړسمې قامي اسمبلۍ غونډه رابلل ضروري دي چې دې لپاره حکومت ټول انتظامات سرته رسولي دي.
پاکستاني رسنیو د اسمبلۍ د غونډې تجویز شوی مهال ویش هم مخې ته راوړی چې له مخې یې په ۲۹مه فرورۍ سهار لس بجې به د اسمبلۍ نوي غړي د اسمبلۍ د غړیتوب سوګند پورته کوي.
په مرحله وار ډول د قامي اسمبلۍ له بشپړېدو وروسته به د مارچ په وړومبۍ نېټه د سپیکر اؤ مرستیال سپیکر د ټاکنې لپاره د نامزدګۍ کاغدونه جمع کولی شي اؤ په دویم مارچ به بیا د پټو رایو له لارې د قامي اسمبلۍ د اسپیکر اؤ مرستیال اسپیکر انتخاب کیږي.
د سپیکر اؤ مرستیال سپیکر له ټاکل کېدو وروسته به په دویم پړاو کې د وزیراعظم ټاکنه کیږي چې د هغې لپاره به د نامزدګۍ کاغذونه په دریم مارچ جمع کولی شي اؤ په څلورم مارچ به د اسمبلۍ غړي نوی وزیراعظم منتخب کوي.
پاکستان مسلم لیګ(ن) اؤ پیپلز پارټۍ له وړاندې څخه اعلان کړی چې ددغه ایتلاف له لوري به شهباز شریف د وزیراعظم د عهدې امیدوار وي.
د وزیراعظم ټاکل کیدو لپاره د اسمبلۍ د ۱۶۹ غړو ملاتړ ضروري وي اؤ دا وخت په قامي اسمبلۍ کې د مسلم لیګ(ن) اؤ پیپلزپارټۍ د غړو شمېره تر ۲۰۰ؤ سیوا ده.
د پاکستان قامي اسمبلۍ ټولې ۳۳۶ څوکۍ لري چې دې کې په ۲۶۶ څوکیو نیغ په نیغه ټاکنې کیږي اؤ نورې څوکۍ ښځو اؤ اقلیتونو ته ځانګړې وي.
صدر عارف علوي تر دې وړاندې په ۲۹مه فرورۍ د قامي اسمبلۍ د غونډې رابللو سمري بېرته وزیراعظم هاوس ته لېږلې وه اؤ په هغې یې اعتراض کړی ؤ چې لا د قامي اسمبلۍ څوکۍ نه دي بشپړې شوي نو ځکه د اسمبلۍ غونډه نه شي رابللی .
د تحریک انصاف ګوند مشر عمران خان د صدر له لوري د قامي اسمبلۍ د غونډې نه رابلل کېدو دفاع کړې ده اؤ ویلي یې دي چې صدر پځای اقدام کړی دی.
د نهې په ورځ اډیاله زندان کې خبریالانو ته عمران خان ویلي دي چې د هغه ګوند عامې ټاکنې ګټلې دي خو بیا هم ورته ځانګړې څوکۍ نه ورکول کیږي چې دا ولس په رایو د ډاکې اچولو برابر خبره ده.
خو د پیپلز ګوند مشر بلاول بوټو زرداري بیا خبریالانو ته ویلي چې د صدر علوي خلاف به د اسمبلۍ د نه رابللو په اقدام مقدمه درج کیږي.
بلاول بوټو د عمران خان د تېر حکومت وروستیو ورځو کې د صدر لخوا د قامي اسمبلۍ د ړنګولو په اقدام هم د صدر علوي پر ضد د مقدمې درج کولو اعلان کړی دی.
Forum