لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

الیکشن کمیشن سني اتحاد کونسل ته د ښځو د مخصوصو څوکیو په اړه فېصله محفوظ کړه


د پاکستان الیکشن کمیشن سني اتحاد کونسل ته د ښځو او لږکيو د مخصوصو څوکو د ورکولو په قضيه کې دلايل اورېدلي او فېصله یې محفوظ کړې ده.‏

د رپورټونو ترمخه، چيف الېکشن کمشنر سکندر سلطان راجه په سني اتحاد کونسل کې د تحریک انصاف ګوند د حمایت يافته ازادو غړو د شاملېدو ‏وروسته د مخصوصو څوکو ورکولو په خواست اورېدنه کړې ده.‏

ويل شوي په قضيه کې د فريقېنو وکيلانو خپل خپل دلايل وړاندې کړي او بيا الېکشن کمېشن فېصله محفوظ کړې ده.‏

د پاکستان د سرکاري خبري ادارې (اې پي پي) د خبر ترمخه، په اورېدنه کې چيف الېکشن کمشنر ویلي چې سني اتحاد کونسل ورته په ‏‎26‎مه فرورۍ خط ‏ليکلی او په دغه خط کې دريځ خپل کړل شوی چې د دغه ګوند د پلېټ فارم نه په انتخاباتو کې برخه نه ده اخستل شوې ځکه دوی مخصوص څوکۍ نه دي ‏پکار.‏

ويل شوي د مسلم ليګ ن، پاکستان پيپلز ګوند او جمعیت علما، سني اتحاد کونسل ته د ښځو د مخصوصو ورکولو مخالفت کړی دی او ويلي يې دي چې ‏سني اتحاد کونسل په عامو انتخاباتو کې د ګوند په انتخابي نخښه څوکۍ نه ده ګټلې او نه یې د ښځو او لږکيو په مخصوصو څوکو کوم ترجيحي فهرست ‏جمع کړی دی.‏

په خبر کې زياته کړل شوې، چې د انتخابي قانون 2017م د شق ‏‎104‎‏ ترمخه، د کاغذات نامزدګۍ د نېټې تېرېدو وروسته نوی فهرست نه شي جمع کېدی او ‏نه د وړاندې څخه جمع کړل شوي فهرست کې کوم بدلون کېدی شي.‏

خو ويل شوي بېرسټر علي ظفر چې د پاکستان تحريک انصاف لخوا د سني اتحاد کونسل دپاره د مخصوصو څوکو ترلاسه کولو وکالت کوي، ويلي يې دي ‏چې په خط نه دی خبر، او نه پاکستان تحریک انصاف ته سني اتحاد کونسل د دغه خط په اړه څه ويلي دي.‏

د مسلم ليګ ن، پيپلز ګوند او جمعيت علمااسلام وکیلانو هم خپل دلايل وړاندې کړي دي.‏

بېرسټر ګوهر د اورېدنې وروسته مطبوعاتو سره په خبرو کې ویلي، په اورېدنه کې بحثونه شوي خو په قانون کې دا نشته چې په دویم ځل څوک فهرست نه ‏شي جمع کولی.‏

د پاکستان تحریک انصاف ګوند مشر بېرسټر ګوهر علي خان په ‏‎19‎مه فرورۍ ويلي وو، په انتخاباتو کې د تحریک انصاف حمايت يافته منتخب شوي ‏امېدواران به په ‏قومي اسمبلۍ، خېبرپښتونخوا او پنجاب اسمبلۍ کې په سني اتحاد کونسل کې شاملیږي.‏ ‏

هغه ويلي وو، په سني اتحاد کونسل کې د شاملېدو علت یې د مخصوصو څوکيو خوندي کول دي.‏

Forum

ځانګړې ویډیوګانې

کوئټه کې د هزاره کلتور ورځ ولمانځلې شوه
please wait

No media source currently available

0:00 0:03:32 0:00

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:58 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG