د بلوچستان اسمبلۍ منتخب غړو د زمرک خان اڅکزي په مشرۍ غونډه کې سوګند وکړ، د اسمبلۍ د سيکرټري په وينا 57 منتخب شوو غړو سوګند واخست، پينځه منتخب غړي حاضر نه وو او په درېو حلقو د نتيجو اعلاميې نه دي اعلان شوي.
د ډيوه خبريال حفيظ الله ستوری شېرانی وايي، د بلوچستان اسمبلۍ په درېو حلقو تراوسه د الېکشن کمېشن لخوا د کوم امېدوار د کاميابېدو اعلانېدو اعلاميه نه ده اعلان شوې.
په بلوچستان اسمبلۍ کې به سبا د سپيکر او مرستیال سپيکر د ټاکنې دپاره به سبا د نامزدګۍ کاغذونه جمع کيږي.
ویل شوي، په درېم مارچ به د صوبې د وزيراعلا د ټاکنې دپاره کاغذونه جمع کيږي او په څلورم مارچ بيا وزيراعلا ټاکل کيږي.
بلوچستان صوبه کې په 51 جنرل څوکو انتخابات شوي، بيا د مخصوصو او لږکيو څوکو سره د اسمبلۍ ټول غړي 65 ته رسي.
بلوچستان کې د صوبايي اسمبلۍ په څوکو کې 17 پيپلز ګوند ګټلي، مسلم ليګ ن هم 17 څوکۍ ترلاسه کړي، جمعيت علمااسلام ف 13، بلوچستان عوامي پارټۍ پينځه، نيشنل پارټۍ څلور او عوامي نيشنل ګوند درې څوکۍ ترلاسه کړي دي. جماعت اسلامي، حق دو تحریک، بي اېن پي مېنګل او بي اېن پي عوامي يوه يوه څوکۍ ترلاسه کړې ده.
پاکستان پيپلز ګوند، مسلم ليګ ن او بلوچستان عوامي پارټي ويلي په صوبه کې به حکومت دوی جوړيږي، خو تراوسه یې د وزیراعلا نوم نه دی اعلان کړی.
Forum