لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

د پاکستان د نوې قامي اسمبلۍ لومړۍ غونډه نن کیږي، صدر علوي د وزیراعظم د سمرۍ په لهجه کلکې نیوکې کړي


د پاکستان صدر ډاکټر عارف علوي د نګران وزیراعظم له لوري د نوې قامي اسمبلۍ د غونډې رابللو لپاره په ورلېږل شوې سمرۍ لاسلیک کړی چې له دې وروسته ټاکل شوې ده نن د زیارت یا پنجشنبې په ورځ د قامي اسمبلۍ وړومبۍ غونډه کیږي.

صدر علوي د نګران وزیراعظم لخوا د ورلېږل شوې سپارښتنې په لب و لهجه اندېښنې ښکاره کړي اؤ هیله یې ښودلې ده چې د اسمبلۍ د ځانګړو څوکیو معامله به د الیکشن تر۲۱مې ورځې هواره کړل شي.

تر دې وړاندې صدر د نګران وزیراعظم لخوا د اسمبلۍ د غونډې رابللو سمري بېرته وزیراعظم هاوس ته له دې اعتراض سره لېږلې وه چې د اسمبلۍ د ځانګړو څوکیو معامله لا هواره شوې نه ده اؤ دا وخت د اسمبلۍ د غړو شمېره پوره نه ده.

د صدر لخوا د سمرۍ د بېرته لېږلو نه وروسته په هغه د سیاسي جانبدارۍ تورونه لګول شوي وؤ اؤ د پارلیماني چارو وزارت د قامي اسمبلۍ سیکرټریټ ته د فرورۍ په ۲۹مه نېټه د اسمبلۍ د غونډې رابللو اختیار ورکړی ؤ خو د نګران وزیر اعظم له لوري تېره ورځ په دویم ځلي هم د اسمبلۍ د غونډې رابللو سپارښتنه صدر علوي ته لېږل شوې وه.

د پاکستان د ایین یا اساسي قانون له مخې د انتخاباتو نه وروسته په ۲۱ ورځو کې دننه د قامي اسمبلۍ غونډه رابلل ضروري وي چې دا موده نن د زیارت په ورځ سرته رسېدلې ده.

د صدر د ماڼۍ لخوا په خپره شوې اعلامیه کې د نګران وزیراعظم لخوا د ورلېږل شوې سمرۍ په لهجه اؤ په صدر په لګول شوؤ تورونو اندېښنې ښکاره کړل شوي اؤ ویل شوي چې د نګران وزیراعظم لب و لهجه د افسوس وړ ده.

اعلامیه کې ویل شوي چې صدر د ایین د ۴۱مې مادې په اساس د ریاست مشر اؤ د جمهور د اتحاد علامت دی اؤ د مملکت د صدر په توګه هغه د نګران وزیراعظم په ځواب اندېښنې لري.

اعلامیه کې ویل شوي په عامه توګه صدر مملکت په سپارښتنو یا سمریانو کې داسې نه مخاطب کړی کیږي، دا یو افسوس ناک امر دی چې د ملک چیف ایګزیکټیو صدر مملکت په وړومبۍ صیغه کې مخاطب کړی دی.

صدر علوي ویلي چې د نګران وزیراعظم د سپارښتنې ژبه د منلو نه ده اؤ بې بنیاده تورونه یې لګولي دي.

هغه ویلي دي چې د ملک د صدر په توګه یې د خپل سوګند اؤ ذمه واریو له مخې مدام د معروضیت اؤ غیرجانبدارۍ اصول په ځای ساتلي دي.

اعلامیه کې ویل شوي چې صدر ملک کې په انتخابي عمل کې د شوؤ درغلیو اؤ د حکومت جوړولو د عمل نه غافله نه شي پاتې کیدای ځکه چې صدر ته د قام ښېګړې اؤ همغږۍ لپاره قامي ګټې په نظر کې نیول وي.

صدر سپینه کړې ده چې د نګران وزیراعظم له لوري ورلېږل شوې سمري یې د ایین د ۱۴۸(۱)مادې په اساس بېرته لېږلې وه اؤ مقصد یې د ارټیکل ۵۱ لاندې د قامي اسمبلۍ بشپړول وؤ خو وایي د هغه دا عمل جانبدارانه ګڼل شوی دی.

تر دې وړاندې د تحریک انصاف ګوند مشر عمران خان د صدر عارف علوي د اسمبلۍ نه رابللو اقدام ستایلی ؤ خو د پیپلز ګوند مشر بلاول بوټو زرداري بیا ویلي وؤ چې د اسمبلۍ د غونډې نه رابللو له امله به په صدر علوي مقدمه درج کیږي.

د مسلم لیګ(ن) ګوند مشرانو هم په صدر علوي د سیاسي جانبدارۍ تورونه لګولي وؤ .

پاکستان کې په اتمه فرورۍ عامې ټاکنې شوې دي اؤ د ایین له مخې نن په ۲۹مه فرورۍ د شپاړسمې قامي اسمبلۍ غونډه رابلل ضروري ؤ چې دې لپاره حکومت ټول انتظامات سرته رسولي دي.

پاکستاني رسنیو د اسمبلۍ د غونډې تجویز شوی مهال ویش هم مخې ته راوړی چې له مخې یې په ۲۹مه فرورۍ سهار لس بجې به د اسمبلۍ نوي غړي د اسمبلۍ د غړیتوب سوګند پورته کوي.

په مرحله وار ډول د قامي اسمبلۍ له بشپړېدو وروسته به د مارچ په وړومبۍ نېټه د سپیکر اؤ مرستیال سپیکر د ټاکنې لپاره د نامزدګۍ کاغدونه جمع کولی شي اؤ په دویم مارچ به بیا د پټو رایو له لارې د قامي اسمبلۍ د اسپیکر اؤ مرستیال اسپیکر انتخاب کیږي.

د سپیکر اؤ مرستیال سپیکر له ټاکل کېدو وروسته به په دویم پړاو کې د وزیراعظم ټاکنه کیږي چې د هغې لپاره به د نامزدګۍ کاغذونه په دریم مارچ جمع کولی شي اؤ په څلورم مارچ به د اسمبلۍ غړي نوی وزیراعظم منتخب کوي.

پاکستان مسلم لیګ(ن) اؤ پیپلز پارټۍ له وړاندې څخه اعلان کړی چې ددغه ایتلاف له لوري به شهباز شریف د وزیراعظم د عهدې امیدوار وي.

د وزیراعظم ټاکل کیدو لپاره د اسمبلۍ د ۱۶۹ غړو ملاتړ ضروري وي اؤ دا وخت په قامي اسمبلۍ کې د مسلم لیګ(ن) اؤ پیپلزپارټۍ د غړو شمېره تر ۲۰۰ؤ سیوا ده.

د پاکستان قامي اسمبلۍ ټولې ۳۳۶ څوکۍ لري چې دې کې په ۲۶۶ څوکیو نیغ په نیغه ټاکنې کیږي اؤ نورې څوکۍ ښځو اؤ اقلیتونو ته ځانګړې وي.

Forum

Recommended

XS
SM
MD
LG