د پاکستان د شپاړسمې قامي اسمبلۍ نوو منتخب غړو سوګند وکړو، د سپيکر د انتخاب دپاره کاغذات نامزدګي جمع کړل شو او د اسمبلۍ غونډه د سبا (جمعې) د ورځې پورې وځنډول شوه. نن د خېبرپښتونخوا او بلوچستان اسمبليانو سپيکران وټاکل شو، بابر سليم سواتی د پښتونخوا او عبدالخالق اڅکزی د بلوچستان سپيکر ټاکل شوي دي.
د ځايي مطبوعاتو ترمخه، د قامي اسمبلۍ غونډه د سپيکر راجه پروېز اشرف په مشرۍ د ټاکلي وخت نه يو ساعت وروسته پيل شوه او سپيکر د نوو منتخب غړو نه سوګند واخستو.
په سوګند اخستونکو کې د مسلم ليګ ن ګوند مشر نواز شریف او شهباز شريف، د پيپلز ګوند مشر اصف علي زرداري او بلاول بټو زرداري، د جمعيت علمااسلام ف ګوند مشر مولانا فضل الرحمان، د پښتونخوا ملي عوامي ګوند مشر محمود خان اڅکزي، د تحریک انصاف ګوند مشر بېرسټر ګوهر او نور شامل وو.
د اسمبلۍ په غونډه کې د سني اتحاد کونسل غړو د سپيکر د کرسۍ مخې ته احتجاج کړی او د مسلم ليګ ن ګوند غړو او مېلمنو د (ګړۍ غل) نعرې وهلي دي.
د پاکستان تحریک انصاف حمايت یافته ازاد کامياب شوي غړي وروسته په سني اتحاد کونسل کې شامل شوي وو.
د پاکستان مسلم ليګ ن اياز صادق د قامي اسمبلۍ د نوي سپيکر او د پيپلز ګوند غلام مصطفی شاه د مرستيال سپيکر دپاره کاغذات نامزدګي جمع کړي دي.
د سني اتحاد کونسل عامر ډوګر د قامي اسمبلۍ د سپيکر دپاره کاغذونه جمع کړي دي.
د رپورټونو ترمخه د اتوار/ يکشنبې په ورځ به د نوي وزيراعظم انتخاب کيږي.
پاکستان مسلم ليګ ن او پيپلز ګوند شهباز شریف د وزيراعظم دپاره نومولی دی، او د سني اتحاد کونسل لخوا د وزیراعظم دپاره عمر ايوب خان امېدوار دی.
د پاکستان صدر ډاکټر عارف علوي د نګران وزیراعظم له لوري د نوې قامي اسمبلۍ د غونډې رابللو لپاره په ورلېږل شوې سمرۍ لاسلیک کړی او له دغې د اسمبلۍ غونډه بلل شوې وه.
له دې وړاندې صدر د نګران وزیراعظم لخوا د اسمبلۍ د غونډې رابللو سمري بيرته وزیراعظم هاوس ته له دې اعتراض سره لېږلې وه چې د اسمبلۍ د ځانګړو څوکیو معامله لا هواره شوې نه ده او دا وخت د اسمبلۍ د غړو شمېره پوره نه ده.
د صدر لخوا د سمرۍ د بېرته لېږلو نه وروسته په هغه د سیاسي جانبدارۍ تورونه لګول شوي وو او د پارلیماني چارو وزارت د قامي اسمبلۍ سیکرټریټ ته د فرورۍ په 29مه نېټه د اسمبلۍ د غونډې رابللو اختیار ورکړی وو خو د نګران وزیر اعظم له لوري تېره ورځ په دویم ځلې هم د اسمبلۍ د غونډې رابللو سپارښتنه صدر علوي ته لېږل شوې وه.
Forum