لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

د بنګله دېش په یو رېسټورېنټ کې اورلګېدنه: د څلوېښتو نه زیات کسان مړه دي


د بنګله دېش چارواکو ویلي چې د زیارت/پنجشنبې په ماښام د پایتخت ډهاکه په یوه ترقي یافته محله کې د اوو چتونو لرونکې یوه ودانې سوځېدلې او په دې اورلګېدنه کې لږ تر لږه دري څلوېښت (۴۳) تنان مړه او په لسهاوو نور زخمیان شوي دي.

د بنګله دېش د صحت وزیر سمانتا لال سېن، په روغتونونو کې د زخمیانو د لیدو وروسته د اې اېف پي خبري ادارې ته ویلي: "تر اوسه پورې ۴۳ کسان د اورلګېدنې له کبله مړه شوي دي."

د پولیسو ځایي انسپکټر باچو میا ویلي چې یو زخمي تن په هسپتال کې ساه ورکړې او دې سره د مړو شمېر ۴۴ ته اوچت شو.

د بنګله دېش د صحت وزیر ویلي چې لږ تر لږه څلوېښت (۴۰) زخمیان د ډهاکه د سوځېدنې حادثاتو لوی هسپتال کې د علاج لاندې دي. هغه زیاته کړې چې "د هغو (زخمیانو) یو تن هم د خطرې نه بهر شوی ندی."

د اور وژني اداري یو افیسر محمد شهاب وویل چي د زیارت/پنجشنبې په ماښام اور اول د ډهاکه په بېلي روډ باندې د بریاني په یو مشهوره رېسټورېنټ کې بل شو او په تېزۍ سره نورو چتونو ته خپور شو چې ګڼ شمېر خلک په کېر ګېر راغلل.

هغه زیاته کړه چې د اور وژنې کارکنانو په دوه ساعتونو کې اورلګېدنه قابو کړله او پنځه اویا (۷۵) تنان یې ژوندي وژغورل.

د اور وژنې ادارې چارواکو ویلي دي چې د هغوی په ګومان په رېسټورېنټ کې دننه د ګېسو د یو سلېنډر په چاودنې سره اور لګېدلی دی.

په ودانۍ کې په نورو چتونو کې هم ټول رېسټورېنټونه و او ټولو چتونو ته اور خپور شوی دی.

حکومت د دې واقعې د پلټنو امر کړی دی.

Forum

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:58 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG