پاکستان کې یو لیټر پټرول څلور روپۍ او ۱۳ پېسې ګران کړل شوي دي او د یو لیټر پټرولو قیمت 279.75 روپو ته رسېدلی دی.
د ډیزلو بیعه په خپل ځای ساتل شوې دہ بدلون پکې نه دی شوی. یو لیټر ډیزل په 287.33روپۍ دي.
د خزانې وزارت ویلي، د تېلو او ګېسو د انتظام ادارې (اوګرا) په سپارښتنه یې پټرول ګران کړي او نوی قیمت به یې د نن نه عملي وي.
له دې وړاندې پاکستان کې د عامو انتخاباتو پس د تېلو او ګېسو بيعې سېوا کړل شوې وې ، يو ليټر ډيزل اته روپۍ 37پېسې او پټرول دوه روپۍ او 37پېسې ګران کړل شوي وو. دغه رنګ د ګېسو قيمتونه 67 فيصده زيات کړل شوي وو.
او له دغې مخکې په لومړۍ فرورۍ نګران حکومت هیواد کې د عامو انتخاباتو نه وړاندې د تېلو بیعې لوړې کړې او د یو لیټر پټرولو په نرخ کې یې 13 روپۍ او 55 پیسې زیاتوالی اعلان کړی وو.
همدا شان د هاي اسپیډ ډیزلو په نرخ کې دوه روپۍ او 75 پیسې اضافه اعلان شوې وه.
Forum