لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

شهباز شریف په دویم ځل د پاکستان وزیراعظم وټاکل شو


د وزیراعظم عهدې ته د ټاکل کېدو په برخه کې، پیپلز ګوند هم د شهباز شریف ملاتړ کړی دی
د وزیراعظم عهدې ته د ټاکل کېدو په برخه کې، پیپلز ګوند هم د شهباز شریف ملاتړ کړی دی

د پاکستان مسلم لیګ (ن) صدر شهباز شریف په دویم ځل د پاکستان ۲۴م وزیراعظم ټاکل شوی دی.

د اتوار - یک شنبې په ورځ د وزیراعظم د ټاکنې لپاره د قامي اسمبلۍ غونډه د سپیکر ایاز صادق په مشرۍ شوې چې په کې د اسمبلۍ ۲۰۱ غړو شهباز شریف ته خپلې رائ ورکړې.

د شهباز شریف مقابله کې د سني اتحاد کونسل ( پي ټي آي) کاندید عمر ایوب ۹۲ رائ ترلاسه کړي دي.

د اسمبلۍ د غونډې پیل کېدو سره سم اؤ د وزیراعظم د ټاکل کېدو نه وروسته د اپوزیشن غړو په اسمبلۍ کې سخت احتجاج کړی اؤ په انتخاباتو کې د شوې مبېنه درغلۍ اؤ د نوازشریف اؤ شهباز شریف په ضد یې کلک شعارونه ورکړي دي.

شهباز شریف څوک دی ؟

څلور اویا کلن شهباز شریف د پاکستان د پخواني وزیراعظم میأ نواز شریف کشر ورور دی اؤ هغه په کال ۱۹۵۰ کې د پنجاب په سر ښار لاهور کې زیږېدلی دی.

هغه کال ۱۹۸۵ کې د لاهور د چیمبر اف کامرس اېنډ انډسټري صدر پاتې شوی اؤ په وړومبي ځل یې د خپل سیاسي سفر پیل په کال ۱۹۸۸ کې له انتخاباتو کړی ؤ.

په دغو انتخاباتو کې هغه په وړومبي ځل د پنجاب اسمبلۍ غړی غوره شوی ؤ.

په کال ۱۹۹۰ کې بیا د لاهور نه د قامي اسمبلۍ غړی وټاکل شو اؤ تر هغې وروسته په ۱۹۹۳م کال کې د صوبایي اسمبلۍ له غړي ټاکل کېدو وروسته په پنجاب کې د اپوزیشن ګوندونو مشر جوړ کړی شوی ؤ.

په کال ۱۹۹۷ کې هغه په دریم ځل هم د پنجاب اسمبلۍ څوکۍ ګټلې وه اؤ د پاکستان د تر ټولو سترې صوبې پنجاب وزیراعلا جوړ شوی ؤ.

په کال ۱۹۹۹ کې چې کله پوځ د نوازشریف د حکومت تخته نسکوره کړه نو هغه هم د حکومت نه ګوښه شو اؤ سعودي عرب ته دخپل فامیل سره جلا وطن شو.

له اته کاله جلا وطنۍ نه وروسته په کال ۲۰۰۷م کې هغه یو وارې بیا پاکستان ته راستون شو اؤ په کال ۲۰۰۸م کې یې یو وارې بیا د پنجاب اسمبلۍ څوکۍ وګټله اؤ په دویم ځل ددغه صوبې وزیراعلا جوړ شو.

د کال ۲۰۱۳م ټولټاکنو کې هم هغه د پنجاب اسمبلۍ غړی منتخب شوی ؤ اؤ بیا هم په دغه کال په دریم ځل یې د پنجاب د وزیراعلا په توګه ذمه وارۍ سمبال کړې وې.

په کال ۲۰۱۸م کې چې د پاکستان سپریم کورټ پخوانی وزیراعظم اؤ د شهباز شریف مشر ورور نوازشریف نا اهله وګرځولو نو شهباز شریف د خپل ورور پځای د مسلم لیګ (ن) د مشر په توګه ذمه وارۍ سمبالې کړې .

د کال ۲۰۱۸م په ټولټاکنو کې د قامي اسمبلۍ غړی شو اؤ بیا د وزیراعظم د څوکۍ لپاره د عمران خان مقابلې ته ودرېدو خو عمران خان د ۱۷۶ رایو په ترلاسه کولو وزیراعظم وټاکل شو اؤ شهباز شریف 96 رائ ترلاسه کړې وې اؤ په اسمبلۍ کې یې د اپوزیشن ډلو د مشرۍ څوکۍ ترلاسه کړې وه.

په کال ۲۰۲۲ کې چې د عمران خان حکومت د بې باورۍ د تحریک له لارې نسکور کړل شو نو شهباز شریف د پي ډي‌ ایم د ګډ کاندید په توګه په وړومبي ځل د ۱۶ میاشتو لپاره د پاکستان وزیراعظم منتخب کړل شو.

په اګست کال ۲۰۲۳م کې د هغه د حکومت موده پائ ته ورسېده اؤ بیا سږکال په اتمه فرورۍ ترسره شوؤ انتخاباتو کې هغه یو ځل بیا د قامي اسمبلۍ غړی وټاکل شو اؤ نن پارلیمان د راتلونکو پینځوؤ کالو لپاره د پاکستان د ۲۴م وزیراعظم په توګه وټاکلو.

Forum

هېلو وي او اې په ټي وي

هېلو وي او اې په ټي وي
please wait

No media source currently available

0:00 0:59:57 0:00

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه: په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:58 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG