د امریکې نایب صدرې کمېلا هېرېس د ګل/دوشنبې په ورځ په وایټ هاوس کې د اسرایل د جنګ د کابینې له غړي بېني ګنتز سره وکتل او د اسرایل او حماس ترمنځ یې د یو شپږ اوونیز اوربند په عملي کېدو او د حماس لخوا د لا نورو یرغملو کسانو په خوشې کولو ټینګار وکړ.
مېرمن هېرېس د دې ملاقات نه وړاندې خبریالانو ته وویل چې هغه به د ګنتز سره په دې هم خبرې وکړي چې غزې ته په څه طریقو اضافه بشري امداد ورسولی شي چې هلته د قحطۍ وهلو فلسطینیانو مرسته وشي.
امریکا ویلي چې اسرایل د ډزبندۍ په اهمو ټکو اتفاق کړی، خو جزییاتو باندې تر اوسه هم د حماس سره په قاهره کې مذاکرات روان دي.
د امریکا نایب صدرې خبریالانو ته وویل: "زه به تاسو ته دا ووایم چې مهمه ده مونږ ټول په دې پوهه شو چې اوس دستي په داسې یو وخت کې یو چې د یرغملانو [د آزادېدو] معامله په حقیقت کې ترسره کولی شو."
مېرمن هېرېس زیاته کړه: "مونږ ټول غواړو چې دا جنګ، هرڅومره چې ژر ممکنه وي، ختم شي."
هېرېس د اتوار/يکشنبې په ورځ په غزه کې د یو فوري اوربند غوښتنه وکړه، مګر داسې ښکارېده چې د هغې مقصد په جنګ کې د شپږ هفتې دپاره وقفه وه، چې په دې باندې مذاکرات لا ختم شوي ندي. کمیلا هېرېس دا هم وویل چې د هغې او د صدر بایډن موقف یو دی.
هېرس په الاباما کې د مدني حقونو د يوې کليزې په غونډه کې په څرګند ډول ويلي، په غزه کې په پراخه کچه تکليفونو ته په کتو هلته په سمدستي ډول جنګ بندي په کار ده.
انتظاميه د مصر او قطر سره په ګډه د شپږو اوونيو دپاره په جګړه کې د وقفې دپاره درېمګړیتوب کوي چې د حماس لخوا يرغمل کسان خوشي شي او غزې ته امداد ورسي، چرته چې ملګرو ملتونو د قحط خبرداری ورکړی دی.
هېرس ويلي، "په غزه کې خلک د لوږې سره مخ دي، اغلې زياته کړې، حالات غېر انساني دي، او زمونږ ګډ بشريت مونږ په اقدام مجبوروي، بايد د اسرايل حکومت د امداد رسولو سېوا کولو دپاره نور کار وکړي معذرت دې نه کوي".
د خالي/ شنبې په ورځ د امریکې او اردن پوځ په ګډو عملياتو کې 38,000 خوراکي توکي په غزه کې غورځولي دي. د امريکې يو لوړ پوړي چارواکي ویلي، دغه اقدام د نړیوالو همکارو سره په ګډه غزه کې د بشري مرستو سېوا کولو هڅه ده.
Forum