لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

امریکا: په سوپر ټیوزډی صدراتي امیدواران غوره کولو لپاره په 15 ریاستونو کې انتخابات کېږي


د امریکا د نظام له مخې د سیاسی ګوندونو د امیدوارنو لپاره لازمي دی چې په صدراتي انتخاباتو کې د ګوند امیدوار جوړېدو لپاره په ګوندونو کې دننه کېدونکی پرایمري او کاکس انتخاباتو کې بریا ترلاسه کړي.
د امریکا د نظام له مخې د سیاسی ګوندونو د امیدوارنو لپاره لازمي دی چې په صدراتي انتخاباتو کې د ګوند امیدوار جوړېدو لپاره په ګوندونو کې دننه کېدونکی پرایمري او کاکس انتخاباتو کې بریا ترلاسه کړي.

د نهې/سه شنبې ورځ نن په امریکا کې سوپر ټیوزډی ده او د امریکا په 15 ریاستونو او یوه امریکایي سیمې/علاقې کې واکمن ډېموکرېټېک ګوند او حزب اختلاف ريپبلېکن ګوند کاکسز او پرایمري ( د ګوند دننه) انتخابات کوي چې سږ کال د نومبر په میاشت کې کېدونکي صدارتي انتخاب لپاره خپل خپل امیدواران نامزد کړي.

تمه کیږي چې د امریکا اوسنی صدر جوبایډن چې د ډېمو کرېټېک ګوند سره تعلق لري او پخوانی صدر دانلډ ټرمپ چې د ريپبلېکن ګوند سره تعلق لري به په دغه پرایمري او کاکس ټاکنو کې بریاوې ترلاسه کړي.


د امریکا صدراتي انتخابات او د پریمراي او کاکس انتخاباتو اهمیت:

د امریکا د نظام له مخې د سیاسی ګوندونو د امیدوارنو لپاره لازمي دی چې په صدراتي انتخاباتو کې د ګوند امیدوار جوړېدو لپاره په ګوندونو کې دننه کېدونکی پرایمري او کاکس انتخاباتو کې بریا ترلاسه کړي.

پرایمري او کاکس سیالیو کې بریا د ټولو ډیلی ګېټس یا استازو د 50 فیصده په ترلاسه کولو سره ټاکل کیږي.

د ډیمو کرېټېک ګوند صدرتي امیدوار جوړېدو لپاره د ټولو ریاستونو/ایالتونو او د امریکایي سیمو څخه د 1968 ډیلی ګېټس یا استازو ملاتړ ترلاسه کول لازمي دی.

د ريپبلېکن ګوند صدراتي امیدوار جوړېدو لپاره د ټولو ریاستونو/ایالتونو او د امریکایي سیمو څخه د دغه ګوند 1,215 ډیلی ګېټس یا استازو ملاتړ ګټل ضروري دی.

پرایمري او کاکس سیالیو کې بریا د ټولو ډیلی ګېټس یا استازو د 50 فیصده په ترلاسه کولو سره ټاکل کیږي.
پرایمري او کاکس سیالیو کې بریا د ټولو ډیلی ګېټس یا استازو د 50 فیصده په ترلاسه کولو سره ټاکل کیږي.

سوپر ټیوزډی پرایمري او کاکس انتخابات :

ډېموکرېټک ګوند په الاباما، آرکنساس، کېلېفورنیا ، کالوراډو، مېن، مېساچوسېټس، مېنېسوټا ، نارت (شمالي) کېرولاېنا، اوکلاهوما، ټېنیسي، ټېکساس، ورمانټ، ورجېنیا، الاسکا، او يوټا ایالتونو کې د پرایمري انتخابات کوي، او د امریکایي سیمې امریکن سامووا کې کاکس ټاکنې کېږي.

صدر بایډن تر دې دمه د ډېموکرېټېک ګوند په پرایمري ټاکنو کې د دغه ګوند د کوم امیدوار لخوا د پام وړ چېلنج سره مخ

نه دی او تمه کیږي چې په اسانۍ سره به سوپر ټیوزډی کېدونکی پرایمري او کاکس ټاکنې وګټي.

په سوپر ټیوزډی ریپبلېکن ګوند په الاباما، آرکنساس، کېلېفورنیا ، کالوراډو، مېن، مېساچوسېټس، مېنېسوټا ، نارت (شمالي) کېرولاېنا، اوکلاهوما، ټېنیسي، ټېکساس، ورمانټ، ورجېنیا ایالتونو کې د پرایمري انتخابات کوي، او په الاسکا او يوټا ایالتونو کې کاکسونه لري.

پخوانی صدر ډانلډ ټرمپ تراوسه د ریپبلېکن ګوند پرایمري او کاکس ټاکنو کې تر ټولو وړاندې دی، هغه د ګل/دوشنبې په ورځ په ساوت ډکوټا کې د کاکس ټاکنو کې بریا ترلاسه کړی.

د سیاسي څېړونکو ترمخه ټرمپ به په سوپر ټیوزډی د کېلېفورنیا او ټېکساس مهم ریاستونو کې بریالی شي.

د ریپبلېکن ګوند صدراتي امیدوار جوړیدو په زغل کې شامله د ساوت کېرولاینا پخوانۍ ګورنره نیکي هېلي د استازو د ملاتړ په ګټلو کې پاتې راغلې، نیکي هېلي لا هم د ګوند په ابتدايي سیالي کې ده.

ډانلډ ټرمپ د ریپبلکن ګوند د سختو مقابلو په ټولو ایالتونو لکه ایوا، نیوهېمپاشېر، نېواډا او ساوت کېرولاینا کې ټاکنې ګټلي.

نیکي هېلي تراوسه یوازې په واشنګټن ډي سي کې د ریپبلېکن ګوند پرایمري انتخابات ګټلي دي.

نیکي هېلي ادعا کوي چې ډانلډ ټرمپ د امریکا صدر جوړیدو لپاره مناسب نه دی او بایډن به ورته یو ځل بیا د 2020م کال صدراتي انتخاباتو په څیر ماتې ورکړي.

تر اوسه هیلي د ټرمپ له 244 استازو په مقابله کې یوازې 43 استازي ګټلي دي.

یادونه: د دې خبر ځینې معلومات وي او اې اردو نه اخیستل شوي دي

Forum

هېلو وي او اې په ټي وي

هېلو وي او اې په ټي وي
please wait

No media source currently available

0:00 0:59:58 0:00

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه: په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:58 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG