لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

په غزه کې د ډزبندۍ خبرې د پرمختګ بغیر ختمې شوې


امریکا ، قطر او مصر څو اوونۍ هڅې وکړې چې د دوی په منځګړیتوب یوه داسې لوظنامه وشي چې حماس د شپږ اونیو اوربند، د یو شمېر فلسطینیانو د خلاصون او په محاصره شوې سیمه کې د بشري ناورین سره د مقابلې لپاره د مرستو د رسولو په بدل 40 یرغمل خوشې کړي.
امریکا ، قطر او مصر څو اوونۍ هڅې وکړې چې د دوی په منځګړیتوب یوه داسې لوظنامه وشي چې حماس د شپږ اونیو اوربند، د یو شمېر فلسطینیانو د خلاصون او په محاصره شوې سیمه کې د بشري ناورین سره د مقابلې لپاره د مرستو د رسولو په بدل 40 یرغمل خوشې کړي.

مصري چارواکو ویلي، په غزه کې د ډزبندۍ او د اسرایلي یرغمل شویو د خلاصون په اړه د حماس سره درې ورځنۍ خبرې د نهې/ سې شنبې په ورځ، د روژې د میاشتې له پېلدو یوه اوونۍ لږ مخکې د کوم پرمختګ بغیر ختم شوې دي.

امریکا ، قطر او مصر څو اوونۍ هڅې وکړې چې د دوی په منځګړیتوب یوه داسې لوظنامه وشي چې حماس د شپږ اونیو اوربند، د یو شمېر فلسطینیانو د خلاصون او په محاصره شوې سیمه کې د بشري ناورین سره د مقابلې لپاره د مرستو د رسولو په بدل 40 یرغمل خوشې کړي.

دوو مصري چارواکو ویلي چې د خبرو وروستی پړاو پای ته رسېدلی دی. دوی وویل چې حماس یو وړاندیز وړاندې کړی چې مرکچیان به په راتلونکو ورځو کې له اسراییلو سره خبرې په وکړي.

د اسرایل وزیراعظم بين يامين نېتن یاهو د جنګي کابینې غړی او د هغه مهم سیاسی سیال بېني ګنتز په واشنګټن کې د لوړ پوړو امریکایي چارواکو سره ولیدل، چې نېتن یاهو یې مخالفت وکړ، دا د اسرایل په مشرانو کې د مخ په زیاتیدونکي اختلافاتو وروستې نښه ده.


اسرایل اوس هم د غزې پر ټولو برخو بریدونو کوي او ګواښ یې کړی چې خپل ځمکني بریدونه به جنوبي ښار رفح ته وغزوي، چې د غزه نیمايي ابادۍ پکې پناه اخیستې ده.

ګنتز ویلي دي که د یرغمل شویو کسانو په اړه کومه موافقه ونه شي، د رفح عملیات به د روژې میاشتې سره شروع شي.

د حماس د انتظام لاندې د غزې د روغتیا وزارت وايي، په تېرو 24 ساعتونو کې 97 کسان وژل شوي دي. په دې سره د ټولو فلسطینېانو د وژل شویو شمېر 30,631 ته رسېدلی. دغه وزارت په خپلو شمېرو کې د ملکي وګړو او جنګیالیو ترمنځ فرق نه کوي، خو وايي چې د وژل شویو دریو کې دوه برخې ښځې او ماشومان دي.


حماس ویلي چې د دوی سره خواو شا 100 یرغمل شوي بندیان او د 30 نه زیاتو کسانو باقیات به ترهغه پورې نه واپس کوي ترڅو چې اسرایل خپل عملیات ختم کړي نه وي، له غزې څخه وتلی نه وي، او په عمر قید محکوم شوي لوړ پوړي وسله والو په ګډون یو لوی شمیر فلسطینیان خوشې نه کړي .

امریکایي چارواکو ویلي دي چې دوی شک لري چې حماس ایا په ریښتیا هم یوه لوظنامه غواړي ځکه چې دغې ډلې څو غوښتنې رد کړي دي، چې د امریکا او د نورو په خیال جایزې غوښتنې دي. په دغو کې د خوشې کېدونکو یرغمل شویو کسانو د نومونو ورکولو غوښتنه هم شامله ده.

د امریکا د بهرنیو چارو وزیر اېنټني بلېنکن د نهې/ سه شنبې په ورځ وویل: "دا حماس پورې اړه لري چې فېصله وکړي چې ایا پرمختګ لپاره تیار دی."

بلېنکن وویل: "موږ د سمدستي اوربند یو موقعه لرو چې کولی شي یرغمل شوي کورونه ته راولي، فلسطینیانو ته رسېدونکي بشری امداد کې د پام وړ اضافه کولی شي چې ورته د دغه امداد سخت ضرورت دی، ، او د یو تلپاتې هواري ته حالات جوړولی شي."

یوه اسرایلي چارواکي ویلي چې اسرایل اوس هم د حماس انتظار کوي چې د هغه یرغمل شویو بندیانو لېسټ ورکړي چې لا تر اوسه ژوندي دي، او همدارنګه د کومې موافقې له مخې دا لېسټ چې د څومره یرغمال شویو په بدل څومره فلسطیني بندیان خوشې کولو غوښتنه لري. دا څرګنده نده چې ایا دا معلومات په وروستي وړاندیز کې شامل شوي.

د تېر کال د اکتوبر پر اوومه حماس پر اسرایل ناڅاپي بریدونه وکړل او د اسرایلي چارواکو په وینا شاوخوا 1,200 تنه یې ووژل او 240 یې یرغمل کړل.

یادونه: د دې خبر معلومات ای پي نه اخیستل شوي

Forum

Recommended

XS
SM
MD
LG