د امریکا د صدراتي انتخاباتو لپاره چې د روان کال په نومبر میاشت کې ترسره کیږي، د نهې/سه شنبې په ورځ په سوپر ټیوزډی شوي 15 ریاستونو کې د پرایمري او کاکسز د ګوند دننه انتخاباتو د لومړیو نتیجو ترمخه صدر جوبایډن او پخواني صدر ډانلډ ټرمپ بریاوې ترلاسه کړي دي.
د اسوسیټېډ پریس ترمخه صدر جوبایدن په سوپر ټیوزډی د ډیموکرېټېک ګوند ټېکساس، الاباما، مېن، اوکلاهوما، ورجېنیا، نارت (شمالي) کېرولاېنا ، ټېنیسي ، ارکنساس او مېساچوسېټس ریاستونو کې د پرایمري ټاکنې ګټلي دي.
د اسوسیټېډ پریس ترمخه پخواني صدر ډانلډ ټرمپ د ريپبلېکن ګوند صدراتي امیدوار نامزد کېدو لپاره په سوپر ټیوزډی ټېکساس، الاباما، مېن، اوکلاهوما، ویرجېنیا، نارت (شمالي) کېرولاېنا ، ټېنیسي ، ارکنساس او مېساچوسېټس ریاستونو کې د پرایمري ټاکنې ګټلي دي.
د امریکایي مېډیا ترمخه د ساوت (جنوبي) کېرولاېنا پخوانۍ ګورنرې او د ریپببېکن ګوند صدراتي امیدوار جوړیدو په زغل کې شاملې نیکي هېلې د ورمانټ ریاست کې شوي د پرایمري ټاکنې ګټلې دي او پخواني صدر ډانلډ ټرمپ ته یې ماتې ورکړې ده.
یادونه: د دې خبر معلومات اسوسیټېډ پریس نه اخیستل شوي
Forum