لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

د پاکستان پوځ خېبرپښتونخوا کې د دوو "ترهګرو" وژلو دعوه کړې


د پاکستان پوځ دعوه کړې، د خېبرپښتونخوا کې په خېبر او ډېره اسماعیل خان سيمو کې یې په دوه بېلابيلو عملیاتو کې دوه "ترهګر" وژلي دي.‏ پوځ ويلي، دغه عمليات د شورو/چارشنبې او زيارت/ پنجشنبې په مينځنۍ شپه کې ترسره شوي دي.‏


د پوځ ترمخه، "د استخباراتو په اساس ترسره شوو عملياتو کې په خېبر ضلع کې د ډزو تبادله شوې او شمروز عرف شينی پکې وژل شوی دی.‏ او په نورو عملياتو کې "په ډېره اسماعیل خان کې ترهګر منصور وژل شوی دی".‏


د پاکستان پوځ ویلي، د وژل شوو ترهګرو د ولقې څخه وسله او چاوېدونکي مواد ترلاسه شوي، او دوی د امنیتي ځواکونو پرضد په ګڼو ترهګرو هلوځلو، ‏قلنګ اخستو، هدفي وژنو او ملکي خلکو په وژنه کې ککړ او امنيتي ځواکونو ته انتهايي مطلوب وو.‏

پوځ د وژل شوو کسانو نور تفصيل نه دی ويلي چې تعلق یې د چا سره دی.‏ د پوځ او وسله والو ترمنځ د جګړو ځايونو ته اکثره خبريالان نه پرېښودل کيږي د پېښو د ځايونو نه د مرګ ژوبلې په اړه د پوځ یا د وسله والو ډلو دعوې ‏اکثره خپلواکه سرچينې تاييد کولی نه شي.‏


د خېبرپښتونخوا نوي ټاکل شوي وزيراعلا علي امين ګنډاپور په خپله لومړۍ وينا کې ويلي وو، "خېبرپښتونخوا ته تر ټولو غټ چېلنج د ترهګرۍ ورپېښ ‏دی، زما يقين او امېد دی چې خدای تعالا به په مونږ رحم وکړي مونږ چې کومې ‏قربانۍ ورکړي مونږ به د ترهګرۍ په خاتمه کې کامياب شو". ‏


او د پاکستان نوي ټاکل شوي وزیراعظم شهباز شریف هم ویلي د ده حکومت به د ترهګرۍ مخنیوي لپاره نیشنل ایکشن پلان عملي کوي او هڅه به یې وي ‏چې هیواد د بې شمیره چیلنجونو نه په بریالي ډول وباسي.‏

Forum

هېلو وي او اې په ټي وي

هېلو وي او اې په ټي وي
please wait

No media source currently available

0:00 0:59:56 0:00

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:58 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG