لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

بلېنکن له اسرایلو غوښتي چې د ملکیانو ژغورلو ته لومړیتوب ورکړي


واشنګټن – د امریکا د بهرنیو چارو وزیر انټني بلېنکن د شورو یا چهارشنبې په ورځ وویل، چې اسرایل باید په غزه کې د حماس پرضد جګړه کې د ملکي فلسطینیانو خوندیتوب ته لومړیتوب ورکړي.

بلېنکن له خپلو نړیوالو سیالانو سره له انلاین غونډې وروسته خبریالانو ته وویل،

"مونږ د اسرایلو حکومت ته ګورو چې دا باوري کړي چې دا یو لومړیتوب دی، ملکیان وژغوري، خلکو ته د اړتیا وړ مرستې ورسوي."

هغه وړاندې وویل،

"دا باید لومړی کار وي، په داسې حال کې چې دوی هغه څه کوي چې د خپل هېواد دفاع کوي او د حماس له ګواښ سره مقابله کوي."

دغه لوړ پوړي امریکايي ډپلوماټ د ویډیو کانفرانس له لیارې د قبرس، برتانیې، عربي متحده اماراتو، قطر او اروپايي اتحاد له وزیرانو او له ملګروملتونو سره غزې ته د سمندر له لیارې د مرستو لپاره په یو دهلیز باندې خبرې وکړې.

بلېنکن وویل، "کله چې جوړ شي نو د دغه دهلیز له لیارې به دوه میلیونه خوراکه هره ورځ ویشل کېږي او دارو، اوبه او نور بشري لوازم هم."

د امریکا پوځ مدیترانیې ته یوه کښتۍ استولې چې د غزې سره د سمندر په غاړو کې د مرستو د رسېدو لپاره یو موقتي بندر جوړ کړي خو وايي، چې دغه بندر به په دوو میاشتو کې بشپړ شي.

د فلسطین لپاره د ملګروملتونو ادارې د شورو یا چهارشنبی په ورځ وویل، چې د دوی لږ تر لږه یو تن هغه مهال ووژل شو او ۲۲ نور ژوبل شول کله چې اسرایلي ځواکونو د رفع په جنوبي برخو کې د خوړو د ویش په یو مرکز باندې برید وکړ.

بلېنکن وویل، دا پېښه د دې اړتیا څرګندوي چې له مرستندویه کارکونکو څخه باید په دوامداره توګه شخړې لېرې وساتل شي.

د ژغورنې د نړیوالې ادارې یا آی ار سي مرستیال مشر سیارن ډونلي خبریالانو ته وویل، د هوا له لیارې د خوراکي توکو غورځول، "خوندي‌ نه دي، ګران دي، بې اغیزې دي او د هغو خلکو لپاره بې عزتي ده چې پر مځکه یې د ترلاسه کولو لپاره ټېل ماټېل ویني."

هغه وویل، "دا د نړۍ په بحرانونو کې د مرستندویه ادارو لپاره وروستۍ لاره ده او دا باید په غزه کې د ادارو لپاره لومړۍ لاره نه وي."

Forum

هېلو وي او اې په ټي وي

هېلو وي او اې په ټي وي
please wait

No media source currently available

0:00 0:59:57 0:00

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه: په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:58 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG