لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

د پاکستان پوځ په شمالي وزيرستان کې د اتو "ترهګرو" وژلو دعوه کړې ‏


د پاکستان پوځ ویلي، له افغانستان سره په پوله پرتې د خېبرپښتونخوا ناارامه ضلعې شمالي وزيرستان کې یې عمليات کړي او اته "ترهګر" یې وژلي دي.‏

پوځ نن د ګل/دوشنبې په ورځ ويلي، "د ‏‎17‎‏ او ‏‎18‎‏ مارچ (خالي او اتوار) په مينځنۍ شپه کې یې د استخباراتو په اساس عمليات کړي دي.‏

ويل شوي د عملياتو په وخت د ډزو تبادله شوې او "د يو مهم ترهګر کمانډر صحرا عرف جانان په ګډون پکې اته ترهګر وژل شوي دي".‏

پوځ ويلي، "هغه د ‏‎16‎م مارچ ميرعلي د چيک پوستې په ترهګر بريد کې ککړ وو".‏

د پوځ او وسله والو ترمنځ د جګړو ځايونو ته اکثره خبريالان نه پرېښودل کيږي د پېښو د ځايونو نه د مرګ ژوبلې په اړه د پوځ یا د وسله والو ډلو دعوې ‏اکثره خپلواکه سرچينې تاييد کولی نه شي.‏

په‎ ‎‏(‏‎16‎م مارچ) د افغانستان سره په پوله پرتې قبايلي ضلعې شمالي وزیرستان په میرعلي سیمه کې د پوځ په یوه پوسته یو ستر خونړی برید شوی، دوه ‏لوړپوړي پوځي افسران او پینځه عسکر پکې وژل شوي وو.‏

پاکستان بيا دا تور تکرار کړی، چې د افغانستان نه په پاکستان کې ترهګري کيږي.‏

او په افغانستان کې واکمنو طالبانو ويلي، تېره شپه شاوخوا درې پاکستاني الوتکو په پکتيکا او خوست کې د عامو وګړو کورونه په نخښه کړي، اتنه تنه ‏ښځې او ماشومان یې وژلي دي.‏

پاکستان تراوسه پورې د دغو بريدونو په حواله په رسمي ډول څه نه دي ويلي.‏

د يادو بريدونو وروسته په افغانستان کې د واکمنو طالبانو د دفاع وزارت ويلي، د بريدونو په ځواب کې یې د پاکستان سرحدي ځواکونه په نخښه کړي دي.‏

Forum

هېلو وي او اې په ټي وي

هېلو وي او اې په ټي وي
please wait

No media source currently available

0:00 0:59:58 0:00

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه: په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:58 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG