لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

بلېنکن د ډېموکراسۍ په اړه غونډه کې د غلطو معلوماتو د خطرو خبرداری ورکړ


د امریکا خارجه وزیر انټني بلېنکن وایي، په دې کال کې چې د نیمایي نه ډېرو ملکونو کې انتخابات ترسره کېدونکي دي، د سوشل مېډیا او مصنوعي ذهانت (اې آی) په شمول جدیدې ټېکنالوجۍ د غلطو معلوماتو خطرې تر بل هر وخت نه زیاتې کړې دي.

بلېنکن چې د ګل/دوشنبې په ورځ یې د جنوبي کوریا په پایتخت سئول کې د ډېموکراسۍ درېیمې غونډې ته وینا کوله، وویل چې که څه هم دغو ټېکنالوجیو د معلوماتو ماحول په لا تېزۍ سره بدلوي، خو په عین وخت کې یې "د غلطو معلوماتو [خورېدو کې] تېزوالی راپیدا کړی، چې [له امله یې] افتراق زیاتېږي، او د خلکو د پرېشانۍ عامه ذهنیت کي چې د خپل ماحول او نړۍ په اړه یې لري، اضافه راځي."

د امریکا خارجه وزیر وویل چې د کرونا عالمي وبا پر مهال، غلطو معلوماتو په میلینونه خلک د وېکسین اخېستو نه راوګرځول چې "ځیني وختونه یې مرګوني نتایج لرل."

بلېنکن پخپلې وینا کې، موسمي بدلون هم د یو بل مثال په طور یاد کړ چې په هکله یې غلط معلومات خپریږي او له امله یې د دغه بحران په وړاندې اقدام د ځنډ ښکار شوی دی.

په روان ۲۰۲۴ کال کې د نړۍ په ډېرو برخو کې انتخابات ترسره کيږي، او بلېنکن له دې اړخه دا یو غیرمعمول کال وبللو، مګر خبرداری یې ورکړ چې شهریان او انتخابي امیدواران به "د دروغو یو سېلاب سره مخ شي، کوم چې سنجیده شهري بحث به خپ کړي."

هغه همدا شان وویل چې د جمهوریت دښمنان د غلطو معلوماتو په استعمال سره د جمهوریت پاله ملکونو ترمنځ بدبیني او عدم استحکام خپروي او له اختلافاتو یې ګټه اخلي.

انټني بلېنکن د امریکا د خارجه وزارت د کال ۲۰۲۳ د یو رپوټ یادونه وکړه کوم کې چې ویل شوي، چین د پروپګېنډه د خپورولو او د غربي مېډیا د چقولو دپاره په بلینونو ډالرې مصرفوي.

بلېنکن د چین د عمل مثال ورکړ چې په افریقې کې ټي وي پلېټفارمونه اخلي کوم چې بیا د عالمي خبري چینلونو سبسکريپشنونه حذف کیږي، او همدا شان چین په جنوب ختیځې اېشیا کې په مخفي توګه مېډیا کمپنۍ اخلي، چې بیا دغه کمپنۍ په غټه پیمانه د چین په طرفدارۍ خبرونه خوروي.

بلېنکن زیاته کړه چې روس هم، همدا تاکتیکونه کاروي او د روسي مېډیا مواد د لاتینې امریکې د چینلونو له طریقه خپروي چې په عالمي کچه د اوکراین دپاره حمایت راکم کړي.

بلېنکن دا هم وویل چې امریکا هڅه کوي د ډيپلوماسۍ د لارې بنیادي اصول دود کړي او په مېډیا کې د خارجي دښمنانو د لاسوهنې په خلاف، اتحادي ملکونه سره یو لاس کړي.

د امریکا خارجه وزیر په دې هم ټینګار وکړ چې حکومتونه دې باید د مېډیا آزادي او د خبریالانو تحفظ همیش په پام کې وساتي ځکه آزاد او طاقتور مطبوعات د مفیدو جمهوریتونو سنګ میل دی.

د ډېموکراسۍ غونډه، چې اول ځل په ۲۰۲۱ کال کې امریکا پرانېستله، مقصد یې د جمهوري اقدارو فروغ او دا ښکاره کول دي چې جمهوریتونه په څه قسم خپلو خلکو ته بهتره خدمت کولی شي.

د امریکا د خارجه وزارت د وېب سایټ ترمخه، د نړۍ څه باندې اویا (۷۰) ملکونو د دې غونډې د اعلامیې حمایت کړی دی.

Forum

هېلو وي او اې په ټي وي

هېلو وي او اې په ټي وي
please wait

No media source currently available

0:00 0:59:58 0:00

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه: په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:58 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG