لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

د پاکستان پوځ وایي په ګوادر کمپلیکس ترسره شوي برید کې یې دوه عسکر او اته واړه ترهګر وژل شوي


د پاکستان پوځ د ګوادر بندر په اتهارتي کمپلیکس د وسله والو لخوا تر سره شوي برید کې د خپلو دوه پوځیانو د وژل کېدو پخلی کړی اؤ وایي برید په بریالیتوب سره ناکام کړی شوی اؤ په چټک غبرګون کې اته واړه ترهګر وژل شوي دي.

د پاکستان صدر اصف علي زرداري اؤ وزیراعظم شهباز شریف په ګوادر کې د وسله والو لخوا ترسره شوی برید غندلی اؤ ویلي یې دي چې قام د ترهګرۍ په ضد جګړه کې د پوځ تر شا کلک ولاړ دی اؤ د خپلو سرتېرو په قربانیو ویاړ کوي.

بلوڅ لبرېشن آرمي نومې ډلې تېره ورځ‌ دعوه کړې وه چې د ګوادر پورټ اتهارټۍ په کمپليکس کې یې د پاکستان د خفيه ادارو (آی اېس آی او ‏اېم آی) په مرکز مجید بريګيډ حمله کړې ده چې په دې حمله کې پوځ ته درنه مرګ ژوبله اوښتې ده.

خو د پوځ په بیان کې ویل شوي چې یوازې دوه عسکر یې وژل شوي اؤ وایي په چټک غبرګون کې یې اته واړه برید ګړ وژلي اؤ له هغوي څخه وسلې، چاودیدونکي مواد اؤ نور مهمات هم ترلاسه شوي دي.

آي ایس پي ار پخپل بیان کې د وژل شوؤ پوځیانو پېژندګلو د 35 کلن بهادر خان اؤ 28 عمران علي په نومونو سره ښودلې ده.

پوځ ویلي چې د پاکستان امنیتي ځواکونه کلک هوډ لري چې له قام سره اوږه په اوږه به په بلوچستان صوبه کې د امن اؤ ثبات پر ضد کېدونکې هڅې ناکاموي اؤ وایي د خپلو زړورو عسکرو داسې قربانۍ یې حوصلې نورې هم لوړوي.

تر دې وړاندې د مکران کمشنر سعید احمد عمراني رسنیو ته ویلي وؤ چې د ترهګرو برید کې د ګڼو چاودنو اطلاع ورته ترلاسه شوې ده .

د ځايي مطبوعاتو ترمخه په کوم ځای چې بريد شوی دغلته د ګودار پورټ اتارټۍ د کارکوونکو کورنۍ مېشت دي او سرکاري دفترې هم دي.‏

د پوليسو په وينا دا بريد له څلور اړخه څخه وو او د بريد پر وخت ځينې چاودنې هم شوې دي، برید ګر په لويو او وړو وسلو سمبال وؤ.

د ګوادر د پوليس يو چارواکي په وينا چې د ګوادر پورټ اتهارټي کمپلیکس ته څېرمه د الیکشن کمیشن، پاسپورټ افس، او نور هم سرکاري دفترونه او ‏سرکاري هسپتال هم دی.‏

د نوم نه ښکاره کولو په شرط د پوليس چارواکي وويل،" په ګوادر په جي ډې اې کمپليکس کې دننه ډيرې ودانۍ دي چې پکې شاوخواه پينځوس کورنۍ ‏ابادې دي، دلته د سرکاري ادارو دفترونه هم شته او زياتره وخت د امنيت سخت پام ساتل کېږي".‏

د پاکستان صدر اصف علي زرداي د ګوادر پورټ په اتهارتي کمپلیکس ترسره شوی ترهګریز برید په کلکه غندلی اؤ ویلي یې دي چې د ترګرۍ په وړاندې به سخت ګامونه اخستل کیږي.

پخپل یو بیان کې صدر زرداري د امنیتي ځواکونو د ځوابي کارروایۍ ستاینه کړې ده اؤ ویلي یې دي چې امنیتي ځواکونو مړانه اؤ زړورتیا ښودلې ده.

وزيراعظم شهباز شريف هم د ګوادر پورټ اتھارټي په کمپلکس د شوي برید غندنه کړې اؤ د حملې ناکامه کولو لپاره یې د امنیتي ځواکونو مېړانه ستایلې ده.

وزيراعظم د ترهه ګرۍ په ضد عملياتو كښې وژل شوؤ امنيتي عسکرو ته پېرزوینې وړاندې کړې دي اؤ ویلي یې دي چې د هېواد زړورو بچیانو د ترهه ګرۍ په ضد خپل قیمتي ژوند قربان کړی دی.

د پاکستان دننه د ترهګرۍ پېښو کې زیاتوالی:

د ډان ورځپاڼې له مخې ،تېره میاشت د کورنیو چارو وزارت د مئ ۲۰۲۲نه د اګست ۲۰۲۳م پورې هیواد کې د ترهګرۍ د ترسره شوؤ پېښو تفصیلاتو سینیټ ته وړاندې کړي وؤ چې د هغې له مخې په تېرو دوؤ کالو کې د هیواد دننه د ترهګرۍ ۱۵۶۰ پېښې رامنځته شوي اؤ په دې پېښو کې ۵۹۳ امنیتي عسکر اؤ ۲۶۳عام وګړي وژل شوي دي.

دغو شمیرو کې ویل شوي وؤ چې د ترهګرۍ په پېښو کې ۱۳۶۵ امنیتي عسکر اؤ ۷۷۳عام وګړي ژوبل شوي هم دي.

دغه شمیرې ښیي چې کال ۲۰۲۲م کې د ترهګرۍ ۷۳۶ پېښې شوې وې چې پکې۲۲۷ امنیتي مامورین اؤ۹۷ عام وګړي وژل شوي اؤ ۵۲۰ امنیتي کسان ژوبل شوي اؤ ۴۰۱ عام وګړي ژوبل شوي وؤ.

همدا شان بیا په تراګست ۲۰۲۳م پورې ملک کې د ترهګرۍ ۸۲۴ پېښې مخې ته راغلې وې چې پکې ۳۶۶ امنیتي مامورین اؤ ۱۶۶ عام وګړي وژل شوي اؤ ۸۴۵ عسکر اؤ ۳۷۲ عام وګړي ژوبل شوي وو.

Forum

هېلو وي او اې په ټي وي

هېلو وي او اې په ټي وي
please wait

No media source currently available

0:00 0:59:57 0:00

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:58 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG