لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

ولې د قریب ټولو امریکایي مسلمانانو خیراتي چندې په امریکا کې دننه پاته کیږي


په نیوجېرزي ریاست کې د مسلمانانو یو جومات
په نیوجېرزي ریاست کې د مسلمانانو یو جومات

په دې روژه کې، چې په امریکا کې هم مسلمانان روژه او لمونځونه کوي، ډېر شمېر دغه مسلمانان هغو خیراتي ادارو ته په سخاوت سره چندې ورکوي کوم چې په غزه او نورو لېرې پرتو سیمو ته مرستې رسوي. مګر د دې خلکو اکثره چندې په همدې امریکا کې دننه پاته کیږي او د غریبۍ په ضد مبارزې او د صحت د خدماتو بهتره کولو کې مصرفیږي.

د امریکې په انډیانا پوهنتون کې د مسلم فېلانټروپي انېشيټيو مشر شارق صدیقي وايي: "یوه د هغو افسانو چې خلک یې د امریکایي مسلمانو په باب ذهن کې لري، دا ده چې هغوی (ګني) ټولې خپلې پیسې بهرملک ته لېږي."

شارق صدیقي زیاتوي چې په حقیقت کې د هغو شاوخوا څلور اعشاریه درې ۴،۳ بلین ډالرو نه چې امریکایي مسلمانان هرکال خیرات ورکوي، ۸۵ فیصدي یې په امریکا کې دننه پاته کيږي. د دې سربېره، په دې پاته شوو پېسو کې پنځوس فیصده یې د مسلمانانو د مشرۍ لاندې ادارو ته، او شاوخوا څلوېښت فیصده یې غیرمسلمانو ډلو ته ورځي.

صدیقي په یوه مرکه کې وویل: "فکر کوم خلک په دې هک پک حیرانه شوي چې امریکایي مسلمانان د اکثریتو امریکاییانو غوندې دي: دوی متاثره دي او هغوی لکه د نورو مذاهبو امریکاییانو غوندې، په هماغسې دلایلو پیسې خېراتوي."

سخاوت

په امریکا کې د مسلمانانو آبادي شاوخوا درې نیم میلینه دی، چې د دې ملک د ټولې آبادۍ یو اعشاریه یو (۱،۱) فیصده دي. د صدیقي د څېړنې ترمخه، امریکایي مسلمانان د خپلې آبادۍ په تناسب د غیر مسلمانو وګړو په پرتله ډېر خیراتونه ورکوي، که هغه د مذهب په بنیاد وي او که د غیر مذهب په بنیاد. دغه امریکایي مسلمانان ګڼ شمېر مقاصدو ته خېراتونه ورکوي، د ځایي خوراکي ذخیرو نه نیولې، بیا د بې سرپناه خلکو خیراتي ادارو، هسپتالونو او یونیورسټیو پورې.

د امریکن مسلم کامیونيټي فاونډېشن یو مشر، محي خواجه وایي: "مسلمانان د دېرو مختلفو طریقو نه پېسې خیراتوي."

د روژې په میاشت کې د مسلمانانو سخاوت سېوا کیږي. دا ځکه چې په دې میاشت کې روژه نیول او ذکات ورکول، د اسلام دوه اهم اصول دي چې یو د بل سره نږدې تعلق لري. که څه هم د زکات دپاره کوم خاص وخت نشته، مسلمانان کلک باور لري چې رمضان (روژه) یوه ډېره بختوره او سپېڅلې میاشت ده، او که څوک په دې میاشت کې خېرات ورکوي، نو ثوابونه یې خدای څو برابره کوي.

د همدې له امله، په امریکا او همدا راز د دنیا په نورو برخو کې په لمونځ روژې ولاړ مسلمانان دا خوښوي چې خپل زکاتونه په همدې روژې میاشتې کې ورکړي.

د اسلامي فېلانټروپي انېشيټیو مطابق، هر کال د اټکل ترمخه یو اعشاریه اته ۱،۸ بلین ډالر زکاتونه ورکوي چې اکثره یې د روژې په میاشتې کې دا کار کوي.

صدیقي وایي: "زمونږ څېړنې څرګندوي چې مسلمانانو ته د روژې میاشت، د خپلو خېراتونو، په خصوص د خپلو زکات ورکولو دپاره څومره د روژې میاشت ورته اهمه ښکاري."

د مسلمانانو څو څو خېراتي ادارو سره چې وي او اې رابطه وکړه، هغو د دې خبرې تصدیق وکړو چې هغوی په کال کې د نیمایي نه ډېر خېراتونه په روژې میاشتې کې حاصلوي.

په دې روژه میاشتې کې، چې د مارچ په یوولسمه نېټه پیله شوې ده، امریکایي مسلمانانو په غیرمعموله کچه سخاوت ښودلی او غزې دپاره د فوري مرستو په خاطر یې ډېرې پېسې ورکړي دي.

اسلامیک رېلیف یو اس اې، چې د امریکایي مسلمانانو یوه ستره خیراتي اداره ده، وایي چې هغو د یو میلین آماده بستو څخه ډېر خوراکونه رسولي دي. د مسلم اېډ یو اېس اې یو مشر، اظهر عزیز وایي چې دغې ادارې تر اوسه د یو میلین نه زیات خیراتونه وېشلي دي.

عزیز په یوه مرکه کې وویل: "زه پوهېږم چې هر مسجد، هر سکول کوښښ کوي چې پیسې راټولې کړي، او پېسې راغونډوي او د مسلم اېډ یو اېس اې، اسلامیک رېلیف او نورو په شان مشهوره خیراتي ادارو ته یې ورکوي چې دغه ادارې [په غزه کې مرستندویه ادارو] سره اوږدمهاله شراکتدارۍ لري."

د غزې شخړې ته عالمي غبرګون په اول کې ځایي خیراتي ادارو په منځ کې دا فکرمندي راپیدا کړه چې دا به د دوی خیراتونه راکم کړي. خو د اسلامیک سېرکل آف نارټ امریکا (اېکنا) د لوږې د مقابلې د څانګې مشر زاهد حسین وایي، ځایي خیراتي ادارې له دې طوفانه سلامتې راووتلې، ځکه هغو مرستندویانو چې د داخلي مسئلو په اړه یې اندېښنې وې، دغه ځایي ادارې حمایتې کړلې.

زاهد حسین وایي: "خلک په کافي پیمانه سخاوتمنده وو چې پوهه شي فوري اړتیاوې همدلته دي."

لومړی ارجحیت

د امریکایي مسلمانانو د خیراتونو په اړه د مسلم فېلانټروپي انېشیټیو څېړنو، ځينې ډېرې حېرانوونکې نتیجې لرلي دي. یو دا چې د زیاتېدونکې اسلاموفوبیا په باب د فکرمندۍ باوجود، د امریکایي مسلمانانو دپاره د سېول رایټس مسئلې اولني ارجحیتونه ندي.

صدیقي وایي، د دې په عوض، د مسلمانانو دپاره اول ارجحیت د غریبۍ له منځه وړل دي، هم دننه امریکا کې او هم په نړېواله کچه.

د دې هڅو مخکښه اداره په امریکا کې، اېکنا ده چې د امریکایي مسلمانانو تر ټولو زړه خېراتي اداره ده.

د اېکنا ادارې یوه نړېواله خورلڼه اداره، هېلپنګ هېنډ یو اېس اې، غزې ته مرستې رسوي، مګر اېکنا پخپله د امریکا دننه مرستې رسوي.

اېکنا، چې د امریکا په ۴۲ ریاستونو کې فعالیت لري، د کم آمدن کورنیو ته مفت خوراکونه او وېړیا طبي خدمات وړاندې کوي، او همدا راز نویو رارسېدونکو کډوالو ته د ځای پر ځای کولو په چارو کې مرسته کوي.

دا ډله په ټوله امریکا کې "د صنف، مذهب، د پوټکي رنګ او دین" فرقونه په پام کې نه نیسي او بغیر توجو دغو شیانو ته، غریبو کورنیو ته خوراک تقسیموي.

تېر کال دغې ډلې قریب اووه لکه کسانو ته په امریکا کې دننه خوراک ورسولو. د اېکنا ډلې د عملیاتي آفیسر عبدالرؤف خان د خبرو مطابق، دا ډله سږکال خیال لري چې د اتو نه نیولې تر نهو لکو کسانو پورې خوراک ورسوي.

هغه وایي، "د راغونډیو شوو پیسو سل فیصده یې همدلته مصرفیږي. مونږ غواړو چې دننه په امریکا کې یو ښه کار وکړو، ځکه مونږ دلته ژوند کوو."

د اېکنا چارواکي وایي دوی ته دا پته ولګېده چې دننه په امریکا کې هم خلک شته چې ژوند یې سخت او خپله یې لوږې سره مخ دي.

Forum

هېلو وي او اې په ټي وي

هېلو وي او اې په ټي وي
please wait

No media source currently available

0:00 0:59:57 0:00

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:58 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG