لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

روس د اوکراین د یولسو ډرونونو د غورځولو راپور ورکړی


واشنګټن – روس د ګل یا دوشنبې په ورځ وویل، چې دوی په جنوب لویدیځه سیمه روستوف کې د اوکراینیانو د ډرونونو یو برید شنډ کړی دی.

د روس د دفاع وزارت ویلي، چې د دوی هوایي دفاعي ځواکونو په دغه برید کې د اوکراین یولس ډرونونه غورځولي دي.

د روستوف والي یاسلي ګولېبېف په ټیلیګرام ویلي، چې د برید پر مهال د نوموچېرکاسک په نامه د برېښنا په کارخانه کې اور لګېدلی وو چې له امله یې د برېښنا دوه برخو په لنډ مهاله توګه خپل کار درولی وو.

د اوکراین هوايي ځواک د شپې لخوا د روسانو د میزایلو او ډرون بریدونو په اړه ګڼ خبرداري ورکړي.

د اوکراین پوځ د ګل یا دوشنبې په ورځ وویل، چې هوايي دفاعي ځواک هم ویلي چې دوی د روسانو د ډرنونو له نهو څخه اته غورځولي کوم چې روسانو تېره شپه اوکراین ته د بریدونو لپاره استولي وو.

د اوکراین هوايي ځواک ویلي، چې دغه ډرونونه یې په مایکولېف او اودیسا سیمو کې شنډ کړي.

د اودیسا سیمیز والي اولې کېپر د انرژۍ په بنیادي اډانه کې د ویجاړي راپور ورکړی او هغه ویلي، چې په ځینو سیمو کې برېښنا نشته.

د اوکراین ولسمشر ویلادیمیر زېلینسکي د یکشنبې یا اتوار په شپه په خپلې ټي وي وینا کې ویلي، چې د دوی د هېواد هوايي دفاعي ځواکونه "ډېرې ځواکمنتیا" ته اړتیا لري ځکه اوکراین د روس له دوامدارو هوایي بریدونو سره مخ دی.

هغه وویل، "په تېرې اونۍ کې له دوشنبې څخه تر ننه پورې، روسي ترهګرو نېږدې ۱۹۰ میزایل ویشتي او تقریبا ۱۴۰ "شهید" ډرونونه یې توغولي دي. دوی همدارنګه ۷۰۰ رهبري شوي بمونه غورځولي. په دې دوه کلنه جګړه کې یوه اونۍ هم داسې نشته چې روسانو پکې له ترهګرو بریدونو څخه لاس اخیستی وي."

په ورته وخت کې پولېنډ د یکشنبې یا اتوار په ورځ له روس څخه وروسته له هاغې د وضاحت غوښتنه وکړه چې د روس یو میزایل په اوکراین د برید پر وخت په لنډه توګه د پولېند فضا ته داخل شو.

د یکشنې د ورځې له دغې پېښې سره ناټو غړو اېف ۱۶ جېټ الوتکو ته د تیارسئ حکم وکړ.

د دې راپور ځینې برخې، له رویټرز، اسوسېټېډ پریس او فرانس پریس خبري ادارو څخه اخېستل شوې.

Forum

هېلو وي او اې په ټي وي

هېلو وي او اې په ټي وي
please wait

No media source currently available

0:00 0:59:57 0:00

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:58 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG