لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

لوړ پوړو امریکايي چارواکو د اسرایلو دفاع وزیر ته په رفع باندې د برید پرضد خبرداری ورکړی


واشنګټن – د بایډن د ادارې لوړ پوړو چارواکو د اسرایلو د دفاع له وزیر یوېو ګېلېنټ څخه غوښتي چې د غزې په جنوبي ښار رفع باندې دې پلانونه ودروي.

رفع هغه ځای دی چې ۱.۴ میلیونو ملکي فلسطینیانو پکې پناه اخیستې.

د امریکا د دفاع وزیر لویډ اسټن او د بهرنیو چارو وزیر انټنی بلېنکن یو ځل بیا له اسرایلو څخه د خپل ځان د دفاع په برخه کې ملاتړ څرګند کړی خو د لومړي وزیر نتن یاهو له هغو پلانونو سره یې یو ځل بیا مخالفت څرګند کړی چې غواړي له مصر سره پولې ته نېږدې د غزې له جنوبي پولې سره په رفع کې عملیات ترسره کړي.

یو لوړ‌ پوړي امریکايي ډېپلوماټ د نهې یا سې شنبې په ورځ خبریالانو ته وویل، "زمونږ هدف دا دی چې اسرایل د پوځي عملیاتو او ښايي د نیمګړو پوځي عملیاتو پرځای چې یو میلیون ملکي وګړي ورسره په خطر کې غورځي یو بله لاره ومومي."

دغه چارواکي‌ د خپل نوم د نه ښودلو په شرط چې د پنټګان اصول دي دا خبرې کړي.

په ورته وخت کې د بهرنیو چارو د وزارت ویاند متیو مېلر د ګل یا دوشنبې په ورخ وویل، چې په رفع کې لوی ځمکني عملیات به د فلسطیني ملکیانو سره د خیر ښېګڼې کارونه ویجاړ کړي.

هغه زیاته کړه، چې بلېنکن ګېلېنټ ته وویل،‌ داسې "بدیلې لارې" شته چې هم ورسره د اسرایلو امنیت خوندي کېږي او هم ورسره ملکي وګړي ژغورل کېږي.

په غزه کې د ولږې له زیاتوالي سره د امریکا د دفاع وزیر اسټن د "بشري فاجعې" خبرداری ورکړی او ملکي تلفات یې ډېر زیات او مرستې "ډېر زیاتې لږې" بللې.

اسټن د بلېنکن په څېر له اسرایلو غوښتي چې "په سمدستي توګه دې نوره مرسته زیاته کړي."

Forum

هېلو وي او اې په ټي وي

هېلو وي او اې په ټي وي
please wait

No media source currently available

0:00 0:59:58 0:00

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه: په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:58 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG