د خېبر پښتونخوا شانګله سیمه کې په یو ځانمرګي برید کې د پینځوؤ چینایي انجنیرانو د وژنې په تور پولیسو 12 کسان نیولي چې افغان وګړي هم پکې شامل دي.
نړیوال خبري اژانس ای ایف پي وایي د پولیسو یوې سرچینې ورته د نوم نه ښودلو په شرط ویلي چې تر دغه برید وروسته پولیسو تر دولسو زیات کسان نیولي اؤ وایي په دې کې څو تنه افغانان هم شامل دي.
پاکستان خپله خاوره کې د ترهګرۍ د سیوا شوؤ پېښو پړه په ګاونډي هیواد افغانستان اچوي اؤ وایي په افغانستان واکمن طالبان د ټي ټي پي د وسله والو په قابو کولو کې ناکام شوي دي .
په افغانستان واکمن د طالبانو حکومت پخپله خاوره کې ترهګرو ډلو ته د پناه ورکولو تورونه په سختۍ سره ردوي.
د پولیسو یو لوړ پوړي افسر ای ایف پي ته ویلي د بشام د وروستي برید ابتدایي ثبوتونه ښیي چې دې برید کې تحریک طالبان پاکستان لاس لري.
خو ټي ټي پي تېره اوونۍ دې حملې نه د لاتعلقۍ اعلان کړی ؤ.
تېره اوونۍ د پښتونخو په شانګله سیمه کې برید ګرو د بارودو نه ډک موټر د چیني انجنیرانو د ګاډي سره ټکر کړی ؤ چې پکې پینځه چینایي انجنیران اؤ د هغوي یو پاکستانی ډرایور وژل شوي وؤ.
د ملاکنډ ډي آي جي یا د پولیسو مشر محمد علي ګنډا پور د بهرنۍ خبري شبکې سره خبرو کې ویلي وؤ چې دغه چینایي انجینران د اسلام اباد نه د خېبر پښتونخوا داسو سیمه کې خپل کیمپ ته روان وؤ چې د شانګلې په بشام سیمه کې برید کوونکو خپل له بارودو ډک کاډی د هغوي د قافلې سره ټکر کړی دی.
وزیراعظم شهباز شریف اؤ صدر اصف علي زرداري ددې پېښې غندنه کړې اؤ ویلي یې وؤ چې په برید کې ککړو کسانو ته به عبرتناکه سزا ورکولی شي.
د خېبرپښتونخوا پوليس د ترهګرۍ ضد څانګې (سي ټي ډي) اوړمه ورځ دعوه کړې چې شانګله کې په چينايي اينجينيرانو د ځانمرګي برید دپاره د بارودو ډک ګاډی د افغانستان څخه د چمن په پوله راوستل شوی وو. خو د امنیتي چارو کار پوهان وايي د چمن څخه شانګلې ته په لاره په دومره ډېرو چيک پوستو ګاډی رسول په خپله پوښتنې راپورته کوي.
سي ټي ډي دعوه کړې ، په ابتدايي پلټنو کې معلومه شوې د بارودو ډک ګاډی د چمن د لارې د افغانستان څخه ډېره اسماعيل خان ته رسول شوی، د هلته نه چکدرې ته بوتلل شوی او يو ډرايور ته د درازندې څخه چکدرې ته د دغه ګاډي رسولو دپاره دوه لکه او پنځوس زره روپۍ ورکړل شوې وې.
بیا ویل شوي، دغه ګاډی په شانګله کې د يو پټرول پمپ سره نزدې لس ورځې ساتل شوی، خودکش بيا د حملې په ورځ ګاډي ته بوتلل شوی، او د ګاډي بوتلونکی سهولت کار هم نيول شوی دی.
د وي او اې اردو د خبر ترمخه، د سي ټي ډي پوليس چارواکي د نوم نه ښکاره کولو په شرط ويلي، ځانمرګي بريد کوونکي چې کوم موبايل سيم کارولو د هغې په مرسته ګڼ کسان نيول شوي دي او څلور پکې د هغه سهولت کار هم شامل دي او د ټولو نه پلټنې روانې دي.
چين په خپلو وګړو بريد کې د ککړو کسانو د نيولو غوښتنه کړې او پاکستان ويلي، په دغه لړ کې عمليات دوام لري. د رپورټونو ترمخه، د چين يو پلټنيز ټيم پاکستان ته هم راغلی دی.
پاکستان ویلي، په چينايي اينجينيرانو بريد کې ککړ کسان به منطقي انجام ته رسوي او نن د پاکستان وزيراعظم شهباز شريف د مرکزي وزيرانوسره د داسو ډېم سفر هم کړی دی.
سي ټي ډي دعوه کړې، په چينايي اينجينيرانو برید کې ککړ نېټ ورک معلوم کړل شوی او د تحریک طالبان پاکستان سره ې تعلق دی. پوليس ويلي، د حملې پلان جوړونکی حضرت بلال نومې وسله وال کمانډر دی او هغه په جولايۍ 2022م کې د داسو بس حمله کې هم ککړ وو.
Forum