لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

له اسلام اباد هایکورټ وروسته د سپریم کورټ اؤ لاهور هایکورټ ججانو ته هم په مرموزو پوډرو لړلي د ګواښونو خطونه رسیدلي


د اسلام اباد هایکورټ له ججانو وروسته د پاکستان سپریم کورټ اؤ لاهور هایکورټ ججانو ته هم په مرموزو پوډرو لړل شوي د ګواښونو ډک خطونه استول شوي دي.

د پاکستان ډان ورځپاڼه وایي د سپریم کورټ چیف جسټس قاضي فایز عیسا، جسټس اطهر من الله، جسټس امین اؤ جسټس جمال مندوخیل ته دا خطونه د اپریل په لومړۍ نېټه لېږل شوي دي چې مقدمه یې د اسلام اباد د سي‌ ټي ډي په تاڼه کې درج کړل شوې ده.

د دې ترڅنګ د لاهور هایکورټ ججانو جسټئ شجاعت علی خان، جسٹس شاهد بلال حسن، جسټس عابد عزیز شیخ اور جسټس عالیہ نیلم ته هم دغسې د ګواښونو خطونه رسیدلي دي.

تر دې وړاندې تېره ورځ د اسلام اباد هایکورټ د چیف جسټس په شمول اتوؤ ججانو ته په مرموزو پوډرو لړلي د ګواښونو خطونه رسیدلي وؤ چې د هغې مقدمه هم د ترهګرۍ د دفعو لاندې درج کړل شوې ده.

د سپریم کورټ اؤ د هایکورټس ججانو ته د رسیدلو خطونو تفصیلات که هر څو رسنیو ته نه دي ښودل شوي خو ډاڼ ورځپاڼه وایي چې په دې خطونو کې دننه بیلا بیل ګواښوونکي شکلونه جوړ کړل شوي دي اؤ د خطونو په لفاًفو کې پوډر هم اچول شوي دي.

د اسلام اباد په سي ټي ډي تاڼه کې د درج ایف آي ار له مخې دا خطونه په عام ډاک کې د ججانو سکترانو ته رسیدلي اؤ په دې کې درې خطونه د ګلشاد خان په نوم د یوې مېرمنې اؤ یو خط د سجاد حسین په نومونو لېږل شوي خو د دغو دواړو کسانو درک پرې نه دی لیکل شوی.

تر دې یوه ورځ وړاندې چې د اسلام اباد هایکورټ اتوؤ ججانو ته په مرموزو پوډرو د لړلو خطونو کوم راپور مخې ته راغلی ؤ هغې کې ویل شوي وؤ چې دا خطونه د ریشم نومې یوې زنانه په نوم لیکل شوي چې د مېړه نوم یې وقار حسین ښودل شوی ؤ.

تربیون ورځپاڼې لیکلي د اسلام اباد هایکورټ د دوؤ ججانو عملې چې دا خطونه پرانستي نو دننه پکې پاوډر وؤ اؤ له خطونو پرانستو وروسته د هغوي سترګو سوی یا سوځېدل شورو کړي وؤ خو سمدستي هغوي بیا سینیټایزر کارولي اؤ مخ لاسونه یې وینځلي وؤ.

د پاکستان د اطلاعاتو مرکزي وزیر ښاغلي عطا تارړ ویلي چې په عدالتونو کې اسکینرې لګیدلي دي خو پوښتنه دا راپورته کیږي چې دا خطونه اسکین کړل شوي ولې نه دي؟

هغه د جیو ټي وي په یو پروګرام کې ویلي چې د اسلام اباد پولیس ، سي‌ ټي ډي اؤ داخله وزارت ججانو ته د رسیدلو شکمنو خطونو پلټنې کوي اؤ دې خطونو نه چې کوم پاوډر ترلاسه شوي دي د هغې فارنزک کولی شي

هغوي ویلي چې دغسې خطونه د سپریم کورټ ججانو ته هم ترلاسه شوي اؤ پلټنې به کولی شي چې د خطونو لیکونکي پیدا کړل شي.

د سپریم کورټ اؤ هایکورټونو ججانو ته دا د ګواښونو لیکونه په داسې حال کې استول شوي چې د اسلام اباد هایکورټ شپږو ججانو تېره اوونۍ د هیواد په طاقتورو خفیه ایجنسو تورونه لګولي چې عدالتي چارو کې لاسوهنه کوي اؤ په عدالتي معاملو اثر انداز کېدل غواړي.

د سپریم کورټ چیف جسټس ته د اسلام اباد هایي کورټ د ججانو لخوا د لیږل شوي خط له خپله انده نوټس د سپریم کورټ لخوا اخستل شوی اؤ پرون د چهارشنبې په ورځ ددغه قضیې اورېدنه هم شوې ده.

په پرونۍ اورېدنه کې د سپریم کورټ چیف جسټس قاضي فایز عیسا ویلي چې ، د عدلیې په آزادۍ به هیڅ ډول جوړ جاړی ونه کړل شي.‏

چيف جسټس ویلي، په کومه ورځ چې د هايکورټ د ججان خط ورته ترلاسه شوی دوی په هغه ورځ د ججانو سره ليدلي ‏او دغه مسلې ته یې اهمیت ورکړی ځکه یې فل کورټ غونډه رابللې وه.‏

هغه زياته کړې په عدالتي چارو کې به هیڅ ډول لاس وهنه نه شي زغملی او که د چا کومه ايجنډا وي چيف جسټس دې جوړ شي يا دې د سپريم کورټ بار مشر ‏جوړ شي.‏

د اسلام اباد هايکورټ دشپږو ججانو جسټس محسن اختر کیاني، جسټس بابر ستار، جسټس طارق جهانګيري، جسټس سردار اعجاز اسحاق، جسټس ارباب محمد ‏طاهر او جسټس ثمن رفعت امتياز لخوا چیف جسټس ته په لیږل شوي خط کې په عدالتي چارو کې د استخباراتي شبکو د لاسوهنې په سر د جوډيشل غونډې رابللو غوښتنه شوې دهه.‏

د ججانو په خط کې ویل شوي چې په عدالتي چارو کې د خفيه ادارو لاسوهنه کومه نوې خبره نه ده او پخوا د اسلام اباد هاىکورټ جج شوکت عزیز صديقي هم د ‏استخباراتي ادارې آی اېس آی د لاسوهنې معامله مخې ته راوړې وه.‏ ‎

Forum

هېلو وي او اې په ټي وي

هېلو وي او اې په ټي وي
please wait

No media source currently available

0:00 0:59:57 0:00

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:58 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG