لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

په سختو امنیتي تدابېرو کې په داسو ډیم چینایي انجنیرانو بیا خپل کارونه پېل کړي دي


بشام کې تېره اوونۍ په یو ځانمرګي برید کې د پینځوؤ چینایي انجنیرانو له وژل کېدو وروسته چینایي کمپنۍ په دیامر بهاشا ډیم خپل ودرول شوي کارونه یو ځل بیا په سختو حفاظتي انتظاماتو کې پیل کړي دي.

ای ایف پي خبري شبکې د دیامر ډيم د پروژې د ویاند نزاکت حسین له خولې ویلي چې پاور چاینه کمپنۍ د دوشنبې د ورځې نه د ډیم د جوړونې کار یو وارې بیا پیل کړ دی .

هغه ویلي چې دغه ډیم کې د مامورو چینایي وګړو امنیت پراخه کړل شوی دی.

په 26م مارچ د خېبر پښتونخوا د شانګلې ضلعې په بشام سیمه کې هغه مهال د چینایي انجنیرانو په قافله یو ځانمرګي برید شوی ؤ چې دا قافله له اسلام اباد د خېبر پښتونخوا صوبې د بر کوهستان ضلعې داسو سیمې ته ورانه وه.

په دغه برید کې د پینځوؤ چینایي انجنیرانو اؤ د هغوي د یو پاکستاني ډرایور له وژل کیدو وروسته چینایي کمپنیو په تربیله ډیم، دیامر بهاشا ډيم اؤ داسو ډیم خپل کارونه تر نامعلومې مودې ودرولي‌ وؤ.

چین له پاکستانه غوښتنه کړې وه چې د چین وګړو ته باید ددغه برید ذمه وران د قانون منګولو ته راکش کړي اؤ هم یې د پاکستان په خاوره د خپلو وګړو د تحفظ غوښتنه کړې وه.

د دیامر بهاشا ډیم په پروژه کې دا مهال نزدې 500 چینایي وګړي کارونه کوي اؤ دا ډیم به له جوړیدو وروسته د 4800 میګا واټه بجلۍ جوړولو توان ولري.

همدا شان په بر کوهستان ضلعه کې جوړیدونکی داسو ډیم کې 741 چینایي وګړي ماموریت لري اؤ ټاکل شوې ده چې دې پروژې نه به پاکستان ته 4,320 میګاواټه بجلۍ په لاس ورشي.

په مومند ډیم کې بیا 250 چینایي انجنیران دا مهال په کارونو بوخت دي اؤ دغه پروژه به د بشپړیدو صورت کې د 740 میکا واټه بجلۍ پیدا کولو ترڅنګ 15,100 ایکړه ځمکې د خړوبولو توان ولري.

ای ایف پي تېره ورځ خپل یو رپورټ کې ویلي وؤ، د پولیسو یوې سرچینې ورته د نوم نه ښودلو په شرط ویلي چې تر بشام کې په چینایي انجنیرانو له ترسره شوي برید وروسته پولیسو تر دولسو زیات کسان نیولي چې په هغې کې څو تنه افغانان هم شامل دي.

د خېبرپښتونخوا پوليس د ترهګرۍ ضد څانګې (سي ټي ډي )‌روانه اوونۍ دعوه کړې چې شانګله کې په چينايي انجينيرانو د ځانمرګي برید دپاره د بارودو ډک ګاډی له ‏افغانستان څخه د چمن په پوله راوستل شوی وو. خو د امنیتي چارو کار پوهان وايي د چمن څخه شانګلې ته په لاره په دومره ډېرو چيک پوستو ګاډی ‏رسول په خپله پوښتنې راپورته کوي.‏

سي ټي ډي دعوه کړې، په چينايي اينجينيرانو برید کې ککړ نېټ ورک معلوم کړل شوی او د تحریک طالبان پاکستان سره ې تعلق دی خو تحریک طالبان پاکستان یا کومې بلې وسله والې ډلې لا تر دې ساعته ددې برید پغاړه نه ده اخستې.

پوليس ويلي، د ‏حملې پلان جوړونکی حضرت بلال نومې وسله وال کمانډر دی او هغه په جولايۍ ‏2022‎م کې د داسو بس حمله کې هم ککړ وو.‏

Forum

هېلو وي او اې په ټي وي

هېلو وي او اې په ټي وي
please wait

No media source currently available

0:00 0:59:58 0:00

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:58 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG