لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

پاکستان وایي، د "ترهګرې" ډلې ټي ټي پي سره هیڅ ډول خبرې نه کوي‏


د پاکستان د بهرنیو چارو د وزارت ویاندې ممتاز زهرا بلوڅ ويلي، "پاکستان د ترهګرۍ ډلې ټي ټي پي (تحریک طالبان پاکستان) سره هیڅ ډول خبرې نه ‏کوي، مونږ د ټي ټي پي سره د خبرو هیڅ پلان نه لرو".‏

د زيارت/ پنجشنبې په ورځ اوونيزه خبري غونډه کې ممتاز زهرا بلوڅ وویل، د پاکستان هغه پخوانی دريځ به تکرار کړي چې د ټي ټي پي سره هيڅ ډول خبرې ‏نه کوي او زياته کړې یې ده، "مونږ د افغان چارواکو نه تمه لرو چې د ترهګرو ډلو او مشرانو پرضد یې اقدام وکړي، د کومو جرمونو او ترهګرو بريدونو چې ‏دوی په پاکستان کې زمه واري منلې".‏

د پاکستان د بهرنيو چارو د وزارت وياندې دغه څرګندونې په داسې وخت کې کړي چې په افغانستان کې د واکمنو طالبانو د کورنيو چارو د وزارت ‏مرستیال محمد نبي عمري د پاکستان حکومت او تحریک طالبان پاکستان (ټي ټي پي) ته ‏مشوره ورکړې، "په خپل مينځ کې سره جوړ شئ مذاکرات وکړئ ‏او روغه جوړه وکړئ".‏

محمد نبي عمري دغه خبره د نهې/سه شنبې په ورځ په خوست کې راجوړې يوې غونډې ته په وينا کې کړې ده.‏ د عمري د وينا ويډيو طلوع نيوز په اېکس ‏‏(پخواني ټويټر) خپره کړې ده، نوموړي په کې د ټي ټي پي د نوم اخستو پرته ويلي، ‏"یوه مشوره به ورکړو ‏پاکستان ته هم، او هغه وروڼه چې د دوی سره جنګيږي هغوی ته هم، چې جنګونه او انقلابونه مونږ ليدلي دي، جنګونه او انقلابونه ‏کونډې پېدا کوي، ‏يتيمان پېدا کوي، وطن ورانوي، اقتصاد ختموي، نظام تباه کوي، په خپل مينځ کې سره جوړ شئ مذاکرات وکړئ روغه جوړه وکړئ".‏

د پاکستان د خارجه وزارت له ترجمانې، ممتاز زهرا بلوڅ نه پوښتنه شوې، د داسو د بريدونو وورسته په رپورټونو کې ويل شوي، ترهګر د افغانستان نه راغلي د پاکستان او چين دوستي یې په هدف کړې ‏ده، تاسو پرې څه وايئ؟

هغې ویلي، د پاکستان قانون نافذوونکې ادارې د پلټنو د بشپړو په عمل کې دي او چې کله سر ته ورسي معلومات به یې خپاره کړي. ‏

مېرمن بلوڅ زياته کړې، پاکستان د ټولو ترهګرو ډلو او ټولو هغو قوتونو سره جګړې ته ژمنه ده چې پاکستاو د پاکستان چين دوستي په هدف کوي، پشمول د ‏بشام د تازه بريد.‏

په ‏‎26‎م مارچ د خېبرپښتونخوا د شانګله په بشام سيمه کې په یو ځانمرګي برید کې د پینځو چینایي اينجينيرانو له وژل کېدو وروسته پاکستان بیا تور ‏لګولی وو چې ټي ټي پي او نورې ترهګرې ډلې په افغانستان کې خوندي ځالې لري.‏

په افغانستان کې واکمنو طالبانو د چينايانو په وژنه افسوس څرګند کړی وو. ټي ټي پي په دغه برید کې لاس لرل رد کړي او دعوه کوي په پاکستان کې ‏موجود دي.‏

پاکستان د اوږدې مودې نه تور لګوي په افغانستان کې د طالبانو په واک کې د راتلو وروسته په پاکستان کې ناامني سېوا شوې او دعوه کوي د افغانستان ‏خاوره د پاکستان پرضد د ترهګرۍ دپاره کاريږي، خو طالبان د پاکستان دغه تورونه ردوي.‏

Forum

هېلو وي او اې په ټي وي

هېلو وي او اې په ټي وي
please wait

No media source currently available

0:00 0:59:57 0:00

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:59 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG