دا چې د امریکې ډېموکرېټ صدر جوبایډن او پخوانی رېپبلېکن صدر ډونالډ ټرمپ به د خپلو ګوندونو لخوا سږکال صدارتي انتخاباتو ته نامزد شي، د نهې/سه شنبي په ورځ په نیویارک کې ابتدايې رایه ورکونکو په امریکا کې د جرمونو موضوعاتو په پام کې نیولو سره خپله رایه وکاروله.
د نیویارک یو رایه ورکوونکي ګولډلي، وي او اي ته وویل چې هغه ډیر کم د خوندیتوب احساس کوي.
یوې بلي رایه ورکوونکې ایمی پیلیټیري بیا وویل چې هغه د بدو پیښو او جرمونو په اړه اندیښنې لري او د دې په اړه ډیر احتیاط کوي چې چیرته هم سفر کوي.
په دې ټاکنو کې، ټرمپ د "قانون او نظم" نوماند په توګه کمپاین کوي او دا وعدې کوي چې ځایي پولیس به نور هم طاقتوره کوي.
ټرمپ تیره اونۍ په نیویارک کې د یوه وژل شوی افسر د جنازې په دستوره کې ګډون کړی و. هغه وویل “موږ باید د دې مخه ونیسو. موږ باید قانون او نظم پرځای کړو، مونږ باید نوې لارې او تکتیکونه خپل کړو تر څو د جرمنو مخه ونیسو. "
تیره میاشت د هارورډ CAPS-Harris نظر پوښتنې وښودله چې د امریکا رایه ورکوونکي د صحت د خدماتو، ترهګرۍ او اقلیمي بدلون ترڅنګ، جرم او مخدره توکو ته د هیواد په مخ کې د ډیر مهمو مسلو په توګه ګوري.
تیر کال د ټول ملک په لویو او کوچنیو ښارونو کې تاوتریخوالی کم شوی.
د امریکې صدر جوبایډن د قانون پلي کول او د جرمونو کمیدل د هغه د ادارې کامیابي بللې ده. د هغه کمپاین کوونکې د ټرامپ په واکمنۍ دا تور لګوي چې د هغه په وخت کې د جرمونو شرحه لوړه شوې وه.
دوی د کال ۲۰۲۱ د جنوري ۶ مي په کانګریس برید په ګوته کوي، کوم چې په انتخاباتو کې د ټرمپ د بایلودو وروستو پېښ شو.
د بایډن د کمپاین په غونډې کې، د قانون د انفاذ افسران هم شامل دي. سارجنټ اکولینو ګونیل، د امریکا د پایتخت پخوانی پولیس چې په هغه ورځ په کاپیټل کې وو، وايي، "تاسو باید حیران نشی چې زموږ د ملک له جمهوریت او آئین سره به څه پیښ شي که چیرې ډونلډ ټرمپ بیا وټاکل شي. ترامپ ویلي او هغه څه یې کړي چې مونږ او تاسو یې شاهدان یو، د جنوري ۶ پیښې دا وښودله چې د ترامپ ګوند د ملک د آئین خلاف ورزي وکړه او نظم یې ګډ وډ کړ."
د بایډن کمپاینران وايي چې د ټرمپ د قانون او نظم دعوې د هغه د ډیری جرمي تورونو له امله زیانمن شوي. بل لور ته بیا ډونلډ ټرمپ وايي دا تورونه په حقیقت کې په ټاکنو کې لاسوهنه ده.
Forum